Blackburn Buccaneer

د انګلستان برید کوونکې الوتکه وه، په ۱۹۵۰ لسیزه کې طرحه شوې، کله چې د یادو الوتکو جوړونکی شرکت (Blackburn) د (Hawker Siddeley Group) ګروپ غړی شو نو د الوتکو نوم یې هم (Hawker Siddeley Buccaneer) ته بدل کړ خو دوېم نوم یې ډېر کم اخیستل کیږي. د جوړونې موخه یې د شوروي اتحاد (Sverdlov-class cruiser) ته غبرګون وو. تر یوې دقیقې په کم وخت کې یې د اټومي بم او یا هم دودیزې وسلې کارونې وړتیا لرله. وروسته انګرېزانو هڅه وکړه چې د بیړۍ ضد توغندي هم پکې نصب کړي تر څو یې د عصري بېړیو ضد پرته له کوم خطر اخیستلو وکاروي.
یادې الوتکې په ۱۹۶۲ کې د انګلستان سمندري پوځ ترلاسه کړې خو د ماشین د کم ځواک له امله پېښو کې وېجاړې شوې وروسته پکې تر پخوا ځواکمن (Rolls-Royce Spey jet engines) ماشین نصب شو.
 
جوړونکي شرکتونه یې (Blackburn Aircraft Limited and Hawker Siddeley) دي، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۸ کال د اپرېل په ۳۰ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۶۲ کال د جولای په ۱۷ نېټه پیل شوې، په ۱۹۹۴ کال کې د مارچ په ۳۱ نېټه تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (Royal Navy Royal Air Force and South African Air Force) وو, د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۱۱ دی.
 
پیلوټان : یو پیلوټ یو څارونکی 
اوږدوالی : ۱۹.۳۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۴۱ متره
لوړوالی : ۴.۹۷ متره
د وزرو سطحه : ۴۷.۸۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۴۰۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۸۰۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Rolls-Royce Spey Mk 101 turbofans, 11,100 lbf (49 kN)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۰۷۴ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۳۷۰۰ کیلو متره
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۵۸۷ کیلو ګرامه
وسله : د وزرو لاندې یې د مهماتو د نښلونې ۴ ځایونه لرل په کومو کې چې تر ۱۸۱۴ کیلو ګرامه مهمات انتقالیدای شول او په داخل کې یو د بم لپاره ځای وو چې تر ۵۴۴۳ کیلو ګرامه پورې بم یې انتقالولای شو.
 
راکټونه
4 × Matra rocket pods with 18 × SNEB 68 mm rockets
توغندي
2 × AIM-9 Sidewinders for self-defence or 2 × AS-37 Martel missiles or 4 × Sea Eagle missile
بمونه بمونه
Various unguided bombs, laser-guided bombs, as well as the Red Beard or WE.177 tactical nuclear bombs
نور
AN/ALQ-101 ECM protection pod, AN/AVQ-23 Pave Spike laser designator pod, buddy refuelling pack or drop tanks for extended range/loitering time

Hawker Siddeley Buccaneer S2B, UK - Air Force AN0334965
Hawker Siddeley Buccaneer S2B, UK – Air Force AN0334965 By Pedro Aragão
Blackburn Buccaneer Blcackburn Buccaneer (16525773894)
Blackburn Buccaneer Blcackburn Buccaneer (16525773894) By San Diego Air & Space Museum Archives
Buccaneer wing fold (9596287649)
Buccaneer wing fold (9596287649) By Paul Lucas 

HAWKER_SIDDELEY_BUCCANEER.png ‎Source https://airdefense.bliss.army.mil

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons