Agavoideae – اګاوا دیای

په اسپاراګاسیای کورنۍ (family Asparagaceae) کې د ګل کوونکو بوټو فرعي کورنۍ ده، په اسپاراګالز ډله (order Asparagales) کې شامل دي، ۲۳ نسلونه او ۶۳۷ ډولونه پکې شامل دي. د بوټو ساقې یې لنډې وي، ډېر وخت لرګی لري او په معتدله سیمو کې خپاره شوي. مخکې په خپله کورنۍ (Agavaceae) کې ډلبندي شوي وو خو وروسته په اګاوادیای کورنۍ کې د (Angiosperm Phylogeny Group III (APG III) botanical classification system) سیستم له مخې ډلبندي شول. انجیوسپرم هغه بوټي، ونې او ګیاه ده چې ګلان یې تخم کوي او تخم یې په زړي کې وي.
 
پاڼې یې نیزې ته ورته وي، د ځینې ډولونو پاڼې یې غوښه لرونکی بدن لري، ډېر ډولونه یې ګلان لري او د ګلانو غنچه کې یې بې شماره ګلان شته وي، میوه یې کپسول یا توت وي. زیات ډولونه یې دصحرا ګانو زیات پېژندل شوي بوټي دي. د اګیو نسل (genus agave) د ځینې ډولونو له پاڼو یې تار یا فایبر جوړیږي، ځینې یې په الکول لرونکو مشروبات کې کاریږي او کوم ډولونه یې چې شیره کوي په شربت کې د خوږو په توګه کاریږي.
 

Picture by Pamla J. Eisenberg from Anaheim, USA – Agave, Victoria Regina, Huntington Library Desert Garden May 2009, CC BY-SA 2.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=6941652

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons