Albizia – البیزیا

د البیزیا نسل (genus Albizia) ده، ورېښمینې ونې یا ورېښمین بوټي (silk tree or silk plant) نومونه هم ورته اخلي. د نخودو په کورنۍ فابا سیای (family Fabaceae) کې د بوټو او ونو نسل ده. په ټولو معتدله سیمو کې شته دي. زیات ډولونه یې د زړې نړۍ د ګرمو سیمو دي. بوټي یې د کورنیو ژو لپاره د خوړو په توګه او لرګی یې د ترکاڼۍ لپاره کاریږي. ځینې خلک ترې په سیمه ایزه کچه درمل جوړوي. ځینې ډولونه یې ښکلي ګلان لري او د ښکلا د بوټو په توګه پلورل کیږي.
 
البیزیا معمولا ژر وده کونکي او کم عمر کوونکي بوټي یا ونې دي، دوه اړخه لرونکې پاڼې لري، ګلان یې په کروي شکله یا ګوتې ته ورته شکل لرونکې سنبلچه کې وي، میوه یې فاصلې ته ورته وي. د (Silk tree, or powderpuff tree) ډول یې چې علمي نوم یې (Albizia julibrissin) ده او اصلي ځای یې اسیا او منځنی ختیځ ده تر ۹ متره پورې لوړیږي، میوه یې تقریبا تر ۱۲ سانتي متره پورې اوږده وي.

Picture by Kurt Stüber [1] – caliban.mpiz-koeln.mpg.de/mavica/index.html part of www.biolib.de, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=7289

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons