Albrecht von Haller – البغېښت فون هالر

د اکتوبر په ۱۶ نېټه، کال ۱۷۰۸، د سویزلنډ په بیرن کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۲ نېټه، کال ۱۷۷۷، په بیرن کې مړ شوی. د (Albertus de Haller) په نامه هم پېژندل کیږي. د سویس شاعر، فزیولوجي پوه، په طبیعي فلسفې باور مند، پوهنغونډ لیکونکی او ببلیوګرافر یا کتاب پېژندونکی وو. کتاب پوه یا ببلیوګرافر هغه کس ته وایي چې د کتاب تاریخ، ډلبندي او چاپ یې لوستی وي.
 
د ۱۷۳۶–۵۳ کلونو تر منځ په (University of Göttingen) پوهنتون کې د اناتومۍ، جراحي او ګیاه پېژندنې استاد وو. وروسته یې بیولوجیکي تجربوي چارې پېل کړې کومو چې د (Elementa Physiologiae Corporis Humani – 8 vol., 1757–66; “Physiological Elements of the Human Body) په نامه پوهنغونډ جوړولو کې مرسته وکړه . په خپله دنده کې لکه ستوری وځلېده او له ځلېدو وروسته یې ناڅاپه له خپلې دندې استعفا وکړه خو بېرته بېرن له ګرزېدو وروسته یې خپله شخصي طبي څېړنې پېل کړې.
 
هالر لمړی کس وو چې د تنفس میکانیزم یې وپېژانده او د زړه په خودمختاره فعالیت پوه شو. هالر دا کشف کړل چې صفرا د هاضمې په چټکتیا کې مرسته کوي همداسې یې د جنین د ودې په اړه لیکل وکړل، د تناسلي غړو، د مغز، د زړه او د رګونو د سیستم اناتومیکه مطالعه یې لنډیز کړه. تر ټولو اړینه چاره یې د عضلاتو فعالیت او د مغز په مطالعه کې ګډون وو. د ټولو تجربو شمېر ۵۶۷ وو او ۱۹۰ تجربې یوازې هالر ترسره کړې وې. د ژوند پای کې یې د ساینسي لیکنو او کتابونو فهرست کولو ته مخه کړه.

 

Picture by Johann Rudolf Huber – Burgerbibliothek Bern, Negativnummer 2453, Public Domain, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=8639366

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons