Allele – الېیل

د الېلومورف (allelomorph) نوم هم ورته اخلي، یو له دوو څخه یا زېات جینونه چې په خپل نوبت یو بل پسې د کروموزوم په یوه ورکړل شوې سیمه کې رامنځته کیږي. په انګرېزۍ کې دې سیمې ته لوکس (locus) نوم اخلي. الېیل ممکن جوړه وي او یا ممکن زېات وي چې په فینو ټایپ (phenotype) اغیز کوي. که چېرې الېیل جوړه وي او یو بل ته ورته وي نو وېل کیږي چې اورګانېزم هوموزیګوس (homozygous) ده؛ که چېرې توپیر ولري نو اورګانېزم هېتېروزیګوس (heterozygous) ده.
هوموزیګوس چې د یوې ځانګړې ځانګړتیا لپاره ورته جین یا الېیل لري او بر عکس ته یې هېتېروزیګوس وایي.
کوم الېیل چې مسلط، غالب یا واکمن وي نو په هېتېروزیګوس جوړه کېدنه کې مغلوب جین یا الېیل لغوه کوي یا باطل کوي. ځینې وخت ممکن دواړه الېیل غالب یا واکمن (codominant) واوسي په دې مانا چې د مسلط کېدو یا غالب کېدو او یا مغلوب کېدو لپاره عمل نه تر سره کوي. یوه بېلګه یې د انساني وینې د اې بي او سیستم (ABO) ده، کوم خلک چې اې بي د وینې ګروپ لري د اې لپاره یو الېیل لري او یو د بي لپاره لري او هغه خلک چې د A او B لپاره هېڅ الېیل نلري نو د (O) ډول دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons