Antigenic shift

جنتیکي تغیر ده او په عفوني کوونکي عامل کې رامنځته کیږي کوم چې په ډرامتیګه توګه د انټي جېن (antigen) په نامه پروتین کې د تغیر لامل ګرځي او یاد پروتین په انسان او ژو کې د ایمني سیستم (immune systems) په ذریعه د انټي باډیز (antibodies) تولید تحریک کوي. انټي جنیک شېفټ په پراخه توګه د اېنفلوېنزا اې ډول کې مطالعه شوی کوم چې دا تغیر په لس کالو کې یو ځل تجربه کوي. له دې څخه تازه وتلي ویروسونه کولای شي د سیمې، هیواد یا نړۍ په کچه ساري شي.
 
انټي جنیک شېفټ ځکه رامنځته کیږي ځکه چې ژوي په لویه کچه د اېنفلوینزا اې ډول په خپل ځان کې د ذخیرې په توګه لري په ژو کې په لمړۍ کچه د اوبو په مرغانو کې وي لکه مرغاوۍ. د رامنځته کېدو بل لامل یې د اېنفلوېنزا د اې ډول د ار اېن اې د جینوم (RNA genome) په اتو برخو وېش ده کوم چې د ویروس د تکثیر پر وخت جنتیکي تبادلې ته کومه چې د جنتیکي تعویض (genetic reassortment) په نامه یادیږي حساس ده او کله چې یو میزبان لکه خوګ په ورته وخت کې د مرغانو داېنفلوېنزا د اې ډول (avian influenza A) او د انسانانو د اېنفلوینزا په اې ډول اخته وي نو پاېله یې پورته د یاد جنتیکي تعویض انټي جنیک شېفټ وي. کله چې د ویروس نوی ډول تولید شي د اېنفلوینزا د اې فرعي ډول ښي او په ایمني توګه د اېنفلوېنزا له اې ډول سره توپیر لري.
 
د اېنفلوېنزا د اې فرعي ډولونو توپیر په دوه انټي جنیک ګلیکو پروتینونو کیږي یو ګلیکو پروتین د (hemagglutinin H) په نامه ده او بل د (neuraminidase N) په نامه یادیږي. د اېنفلوېنزا د اې فرعي ډولونو (H1N1, H3N2, and H5N1) بېلګې دي. انټي جنیک شېفټ هغه وخت هم ممکن رامنځته شي کله چې د اېنفلوېنزا د اې ډول په مستقیمه توګه د اوبو له مرغانو انسان ته انتقال شي او یا هم د اوبو له مرغان پرته له جنتیکي تعویض څخه د یوه میزبان له لارې انسان ته انتقال شي.
AntigenicShift HiRes vector
AntigenicShift HiRes vector derivative work: Mouagip

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons