Amerada Hess Corporation

د امریکا ازاد نړیوال شرکت ده کوم چې د طبیعي ګاز او خامو نفتو کشف، ټرانسپورټ، تولید، مارکیټینګ کوي او نفتي مواد پلوري. مرکزي دفترونه یې په نیویارک کې دي. هیس کمپنۍ په ۱۹۲۰ کال کې جوړه شوې او لمړی نوم یې امېرادا کارپورېشن وو خو ۱۹۴۱ کال کې یې نوم امېرادا پېټرولیم کارپورېشن ته بدل کړ. په کال ۱۹۶۹ کې یاد شرکت له (Hess Oil and Chemical Corporation) شرکت سره یو ځای شو کوم چې په ۱۹۲۵ کې جوړ شوی وو.
 
امېرادا هېس کمپنۍ په ټوله نړۍ کې د طبیعي ګاز او نفتو د کشف په پروژو خورا زیاته پانګونه کړې د یادو پروژو لویه برخه په شمالي سمندر، الجیریا، برازیل، اندونیزیا، او متحده ایالتونو کې دي. د هیس شرکت یو شریک مالک (HOVENSA) شرکت هم ده کوم چې د نړۍ په کچه د نفتو په تصفیه کوونکو شرکتونو کې لوی شرکت ګڼل کیږي. یاد شرکت په نیو جرسي کې د تصفیې لپاره ځای لري، په لوېدیځه سمندر غاړه کې لویه د تیلو ذخیره لري، زیات شمیر د تیلو لوی ټانکرونه لري، تر ۱۰۰۰ زیات د هیس برنډ په نامه د ګاز پلورنځي لري.

Hess Corporation Logo
Hess Corporation Logo
Hess Station, Rensselaer County, NY
Hess Station, Rensselaer County, NY By Airtuna08
2011 Hess Truck
2011 Hess Truck By AvidInsight
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons