BHP Billiton

نړیواله د طبیعي سرچینو کمپنۍ ده او په ۲۰۰۱ کال کې د (BHP Ltd) او (Billiton PLC) له یوځای کېدو جوړه شوې. د نړۍ په لویو شرکتونو کې یو ده. د وسپنې، فولادو، مسو، المومینیم، سپینو زرو، تیلو او ګازو په تولید کار کوي. له دې پرته په ټرانسپورټ او انجنیري هم پانګونه کوي. مرکزي دفتر یې د استرالیا په مېلبورن کې ده.
 
د (BHP Ltd) شرکت یې د ۱۸۸۵ کال د اګسټ په ۱۳ نېټه په ویکتوریا کې د (Broken Hill Proprietary Company Limited) په نامه راجسټر شوی وو. نوم یې له (New South Wales) سره نږدې د (Broken Hill) ښار نوم خوښ کړی وو چېرې چې په ۱۸۸۳ کې د سپینو زرو او زینک لوی کانونه موندل شوي وو. په ۱۸۸۰ لسیزه کې یې د نړۍ د سپینو زرو تر ټولو غني کان باندې کار کوه خو ۱۸۹۰ لسیزه کې د منرالونو ارزښت په تدریجي توګه په کمېدو شو نو یاد شرکت تر ۱۹۳۹ کال پورې په همدې کان کار وکړ او په تدریجي توګه یې په ۱۹۰۰ کال کې خپل پام سپینسر خلیج ته نږدې وسپنې او فولادو ته واړوه. وروسته یې په (Port Kembla, Whyalla, and Kwinana) کې په فولادو کار پیل کړ.
 
په ۱۹۵۴ کې یې د طبیعي ګاز او نفتو لټون پیل خو فعالې چارې یې په ۱۹۶۴ کې ترسره کړې. له دې پرته یاد شرکت په نورو توکو کې لکه سیمنټ، خښتو او د کیشتیو پرزو، کیبل او سیمانو تولید کې هم بوخت وو. په ۲۰۰۰ کال کې یې خپل نوم له (BHP) څخه (BHP Limited) ته بدل کړ. په ۲۰۰۱ کال کې یې اعلان وکړ چې د انګلستان له (Billiton PLC) شرکت سره یو ځای کیږي کوم چې په ۱۸۶۰ تاسیس شوی وو. کله چې د انګلستان له شرکت سره یو ځای کېده په ۲۰ هېوادونو کې یې لویې پروژې لرلې.

BHPB Iron Ore 4303 + 4346 (2)
BHPB Iron Ore 4303 + 4346 (2) By Bahnfrend
Bento Rodrigues, Mariana, Minas Gerais (22828956680)
Bento Rodrigues, Mariana, Minas Gerais (22828956680) By Senado Federal
EscondidaMine-EO
Escondida Mine-EO By NASA
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons