Anne-Robert-Jacques Turgot — French economist- ان رابرټ جک تورګو

د مې مېاشت په ۱۰ نېټه کال ۱۷۲۷ په پاریس کې زېږېدلی او د مارچ په ۱۸ نېټه کال ۱۷۸۱ په پاریس کې مړشوی. 
د فرانسې اقتصاد پوه چې د ۱۵ پادشاه لويي په اداره کې مدېر وو او د مالي چارو عمومي دنده ېې پر مخ بیوله له مدیریت تر وزارت پورې ېې کار کړی. د ۱۷۷۴–۷۶ کلونو تر منځ ېې د شپاړسم لويي پادشاه سره کار کوه چې د سیاسي مخالفینو له لوري ېې د مالي چارو اصلاحاتو ته خنډونه پېدا کړای شول. 
تورګو د نورمان په یو زوړ فامیل کې زېږېدلی د ده فامیل د وخت په شاهي حکومتونو کې کلیدي پوستونو کې پاتې شوي. تورګو چې کله کم عمره وو دپوهنپالي تر څنګ په لیبرالېزم، مذهبي زغم او په ټولنیز تکامل کې ځلېدونکي نظر او پوه لرله. وروسته ېې د ګمرک په دفتر کې د عریضو ازمایلو دنده پېل کړه چې له مدیریت تر وزارت پورې ېې کار کړی. او په ۱۷۶۱ کال کې ېې له پنځلسم لویي چې د فرانسې پادشاه وو، سره دنده پېل کړه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons