Whig Party — Historical American political party — ویګ د امریکا سیاسي او تاریخي ګوند

د ۱۸۳۴-۵۴ کلونو تر منځ د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی فعال سیاسي ګوند وچې د ملي پرمختیا ملاتړ ېې کاوه. کله چې په امریکا کې ډلې ټپلې او د دوي تر منځ اختلافات زیات شول په دې وخت کې د ویګ ګوند داسې یوه اتحادیه جوړه کړه چې کوم منظم سیاسي فعالیت ېې نه لاره او دغه ډله د وخت پادشاه سیاسي مخالف ټیم شو, د اپوزسیون موضوع د اندریو جکسن چې د وخت پادشاه وو دهغه له ظلمونو سره مخالفت وو. دوی خپل نوم دانګریزانو له یوې پارټی نقل کړ, کوم سیاسی ګروپ چې په انګلستان کې د شاهي حکومت اپوزیسیون جوړ کړی وو. 
په کال ۱۸۲۸ کې کله چې جکسن قدرت ته ورسېد نو د ملي جمهوري غوښتونکو ګوند ېې ټوټه ټوټه کړ په دې وخت کې جکسن د امریکا له دوېم بانک سره جګړه پېل کړه او په جنوبي کارولینا کې ېې د دوېم بانک باطل کولولپاره هنري کلې ته موقع په لاس ورکړه چې مالي محافظه کاران، د جنوبي ایالاتو د حقوقو ملاتړي سره متحد کړي چې د ویګ ګوند ترې جوړ، له دغه ګوند سره په دې وخت کې د ماسوني ضد فعالان هم په کال ۱۸۳۰ کې یوځای شول. د دوي د اتحاد موخه دجکسن او د جکسن دپالیسي مخالفت وو چې په عمومي ډول سره د ټولو متحدینو نه خوښېدل. په کال ۱۸۴۰ کې کله چې د ویګ ګوند انتخابات وګټل نو د هنري کلې ملي پروګرام ېې تصویب کړ. په کال ۱۸۴۴ کې ېې انتخابات وبایلل.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons