Ape – اېپ

د لمړۍ کورنۍ نوم یې هومینو ایدیا (superfamily Hominoidea) ده، چې د هیلوبتیدای کورنۍ (families Hylobatidae) بې لکۍ لومړني چې اوږده لاسې بېزوګانې (gibbon) دي او هومینيدای کورنۍ (family Hominidae) چې انسانان (human beings)، ګوریلا (gorilla)، د سوماترا د ونې بېزو (orangutan)، بونوبو بېزوګانې (bonobo)، چېمپانزي یا شامپانزي بېزو (chimpanzee) پکې شامل دي. اېپس له بېزوګانو سره توپیر لري او توپیر یې : په اېپس کې د لکۍ نشتوالی ده، بل توپیر یې د کلمې په پای کې د اپنډکس (appendix) لرل دي، او درېم توپیر یې ډېر پېچلی مغز ده چې بیزوګانې یې نلري.
همداسې انسانان د زولوجي له مخې په لومړۍ کورنۍ کې د خپلې فرعي ګټګوریو یا وېشنیزو لاندې ډلبندي شوي او ډلبندي یې د غټ مغز لرلو، د پېژندنې پرمختللي سیستم لرلو، د خبرو کولو د وړتیا لرلو او په دوه پښو ګرځېدو یا قدم وهلو (striding two-legged gait) له مخې شوې.
 
ګوریلا (gorilla)، د سوماترا د ونې بېزو (orangutan)، بونوبو بېزوګانې (bonobo)، چېمپانزي یا شامپانزي بېزو (chimpanzee) ته ښه یا غوره اېپس (great apes) وېل کیږي ځکه چې جوړښت یې ډېر انسان ته ورته ده، او اوږده لاسې بېزو (gibbon) ته واړه اېپس (lesser apes) وېل کیږي. ښه یا غوره اېپس له بېزوګانو او اوږده لاسې ګیبون بېزو څخه ډېر هوښیار دي د بېلګې په توګه غوره اېپس د دې وړتیا لري چې خپل ځان په هېنداره کې وپېژني بیزوګانې او نور ژوي دا وړتیا نلري د بوتل پوزې دولفین کب (bottlenose dolphin) استثنا ده په دې مانا چې خپل ځان په هینداره کې پېژني. غوره اېپس ځینې وخت یو څه ته نا څاپه دلیل هم لټوي او که چېرې د انسان لخوا ورزده کړل شي نو د خبرو اترو له لارې نیمه د ژبپوهنې وړتیا (quasi-linguistic communication) هم لري. کوم چې په بندو ځایونو کې چې ساتل شوي د توکو جوړولو طریقه یې هم زده کړې. د سوماترا د ونې بېزو او چېمپانزي بېزوګانې په ځنګلونو کې هم توکي جوړول زده کوي.
 
غوره اېپس یو وخت په خپله جلا کورنۍ پونګیدای (family Pongidae) کې ډلبندي شوي وو خو وروسته بېرته د انسان په کورنۍ هومینيدای (family Hominidae) کې ډلبندي شول او لاملونه یې: لمړۍ دا چې دا ټول ژوي انسان سره ډېره نږدې تړاو لري او انسان ته ډېر ورته دي، دوېم لامل ګوریلا (gorilla)، د سوماترا د ونې بېزو (orangutan)، چېمپانزي یا شامپانزي بېزو (chimpanzee) یو بل سره نږدې تړاو نلري یا یو بل ته ورته والی نلري. په دې ډله کې ګوریلا، چېمپانزۍ بېزو او انسان یوه فرعي کورنۍ هومینینای (subfamily Homininae) جوړوي، انسانان په خپل توکم هومینیني (tribe Hominin) کې چېمپانزي او ګوریلا په خپل توکم ګوریلیني (tribe Gorillini) کې ډلبندي شوي. له انسان پرته د دې ډلو ټول ژوي په نړۍ کې ډېر کم پاتي او نسل یې د له منځه تلو سره مخ ده.
 
اوږده لاسې ګیبون بیزو چې د هیلوبتیدای کورنۍ (family Hylobatidae) غړې ده په څانګې پورې ځوړنده مخکې وروسته او یا یو بل څنګ ته حرکت کوي، په انګرېزۍ کې دې ډول خوځښت ته (swinging or brachiation) نومونه اخلي. ګمان کیږي چې د ټولو اېپس پلرونه یو وخت په همدې طریقه ګرځېدل. اېپس ژوي پرته له کومې ستونزې سیده یا نېغ درېدلای شي او کله چې یو څه له یو ځای بل ځای ته انتقالوي نو د انسان په څېر په نېغ په ولاړه یا په دوه پښو قدم وهي.
 
تر لاندې جملې لوستلو مخکې په دې څو لغاتونو ځان پوه کړئ:
کرپندوکي یا غضروف ته په انګریزۍ کې (cartilage) وایي، (meniscus) د تونل پاسنۍ برخه کې هغې منحني سطحې ته وایي چې مایع لري لکه د هډوکو بندونو کې د هډوکي د پای سطحه ، (ulna) د مړوند هډوکی دوه برخې لري کوم چې د غټې ګوتې لور ته ده د راډویوس (Radius) په نامه یادیږي او کوم چې د کچې ګوتې اړخ کې ده د النا (ulna) په نامه یادیږي، (carpal bones) د مړوند او د لاس د پنجې تر منځ څو هډوکي دي چې هر یو خپل نوم لري خو په ټولیزه توګه ورته کارپل نوم اخلي، (wrist) مړوند ته وایي.
د شمزۍ هډوکی یا د ملا تیر ته (spine) وایي، (lumbar) د شمزۍ هډوکي یا د ملا تیر لاندې برخه ده، (vertebrae) د ملا د تېر مهرو ته وایي، (coccyx) په انسان او اېپس ژو کې د ملا د تیر په بنسټ یا پای کې یو مثلث شکله هډوکی ده چې خپله کې له نښتو مهرو جوړ شوی.
 
اېپس پراخه سینه لري، په شا کې د ولو یا ولیو هډوکي چې انګریزۍ کې درې نومونه ورته (scapulae, shoulder blade, shoulder bone) اخلي لري، په ولیو کې یو بل لور ته د بشپړ تاوېدو وړتیا لري.
اېپس ژوي په مړوند (wrist) کې د مړوند د هډوکو او د لاس د منګولې (between the ulna and the carpal bones) تر منځ یو ډول کرپندوکی (cartilage) چې دې مایع لرونکې منحني سطحې ته (meniscus) نوم اخلي لري کوم چې دې ژو ته د انعطاف لویه وړتیا ورکوي. د شمزۍ هډوکي لاندې برخه (lumbar section) کې له څلور تر شپږ مهرې (vertebrae) لري خو د زړې نړۍ بېزوګانو ۷ مهرې لرلې، بهر ته وتلې لکۍ نلري او د لکۍ پر ځای له درې تر شپږو پورې مهرې لري کوم چې د لکۍ له هډوکي (tailbone) یا (coccyx) سره نښتي.
 
ګیبون یا اوږده لاسې بېزو په ونه کې ژوند کوونکې (arboreal) ده خو ګوریلا، بونوبو بېزوګانې، چېمپانزي ډېر وخت په ځمکه تېروي او له یو ځای بل ځای په ځمکه څلور پښی تګ (quadrupedal knuckle walking) کوي او د تګ پر وخت د مخکنیو پښو اوږدې ګوتې لاندې قاتوي تر څو د بدن د خوځښت ملاتړ یا مرسته وکړي. خواړه یې میوه او ګیایي مادې دي خو کله نا کله ټول اېپس ژوي واړه شمزي لرونکي ژوي هم خوري, یوازې چېمپانزي غټ فقاریه حیوانات لکه نورې بېزوګانې هم ښکار کوي. ټول اېپس ژوي په ونه کې د شپې لخوا ویده کیږي خو یوازې ګیبون بېزو ځانته ځاله جوړوي او په ځاله کې د شپې ارام کوي. ټولنیز چلند یې لکه د سوماترا د ونې بېزو (orangutan) چې یوازې ژوند کوي او لکه د چیمپانزي او بونوبو چې تر ۱۰۰ پورې ډله کې ګرځي.
 
د تکامل تاریخ یا مخینه یې ډېر له منځه تللي نسلونه او پلرونه لري په دې مانا چې لومړي پلرونه یې په جوړښت کې بل ډول له هغوی وروسته په نسلونو کې توپیر او ډلې رامنځته شوي چې اوسمهال یې نسلونه له منځه تللي او اوسني یې د بشپړ تکامل بېلګې دي. تر اوسه تر ټولو زوړ هومینواید (hominoids) په مصر کې پیدا شوی چې جسد یې تقریبا ۳۶.۶ میلیونه کاله زوړ اټکل شوی. فوسیلي نسلونه یې (Catopithecus and Aegyptopithecus) دي.
Picture by Eleifert – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=3913620

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons