Adapiform – اداپي شکله

د لومړنیو څو درجنه له منځه تللي ډولونه دي چې د سټرېپ سیریني فرعي ډله (suborder Strepsirrhini) جوړوي. په دې ډله کې لېمر بیزوګانې (lemurs)، لوریز (lorises)، ګالاګوس (galagos) شامل دي. اداپي شکلو تقریبا له ۳۳.۹ میلیونه تر ۵۶ میلیونه کاله وړاندې تر منځ په اوراسیا، شمالي امریکا او افریقا کې په ودې پېل کړی او په فوسیلي یادون یا ریکارډ کې تر ټولو لمړي لومړني ژوي دي.
 
ځینو کارپوهانو ټول اداپي شکله په اداپي دای کورنۍ (family Adapidae) کې ډلبندي کړي خو ځینو په درې کورنیو کې وېشلي : اداپي دای (family Adapidae)، سیوال اداپي دای (family Sivaladapidae)، نوتارکتیدای کورنۍ (family Notharctidae). اداپي شکله په مختلفو لویو وچو کې اوسېدل او همدا لامل شوه چې د ډلو تر منځ سیالۍ ته لار هواره نشي. د اداپي دای کورنۍ (family Adapidae) د ایوسېن وخت (Eocene) په پای کې شرقي اروپا کې وه او ګمان کیږي چې ممکن اصلي ځای یې اسیا وي. د سیوال اداپي دای کورنۍ (family Sivaladapidae) یوازې په اسیا کې وه. د نوتارکتیدای کورنۍ (family Notharctidae) په فرعي کورنو وېشل شوې: نوتارکتینای (subfamily Notharctinae) او سېرکاموني اینای (subfamily Cercamoniinae) چې نوتارکتین (notharctines) یې یوازې په شمالي امریکا کې وو او سېرکامونین (cercamoniines) د افریقا په برخو کې او اروپا کې سره وېشل شوي وو.
په شمالي امریکا کې چې کله هوا ډېره سړه شوه او د ایوسېن اولیګوسېن (Eocene-Oligocene) پېل نږدې شو نو د اداپي شکله ډېر نسلونه له منځه ولاړل (تقریبا ۳۴ میلیونه کاله وړاندې) خو سیوال اداپید(sivaladapids) تر ۷ میلیونه کاله وړاندې پورې په اسیا کې ژوندي پاتې وو.
 
اداپي شکله په ځنګلونو کې اوسېدل او ممکن د ورځې لخوا فعال یا ژوند کوونکي وو. اداپي شکله لمړي لومړني وو چې د بدن وزن یې له ۵۰۰ ګرامه زېات وو. د سترګو ساکت (eye socket) یې وړوکی وو او له همدې امله ګمان کیږي چې د ورځې لخوا فعال یا ژوند کوونکي وو (کوم ژوي چې د شپې لخوا فعال وي د سترګو ساکت یې غټ وي. د سترګې ساکت (eye socket) د سترګې کور ته وایي چېرته چې سترګه ځای لري یا د باڼو تر منځ سوري ته وېل کیږي.
 
د ورځې لخوا ژوند کوونه او د سترګو واړه ساکتونه یا د سترګو مدار (eye orbit) یې د ایوسېن وخت (Eocene) له نورو لومړنیو ډلو څخه جلا کوي. اداپي شکله له انتروپوید (anthropoids) سره ځینې شریکې فزیکي ځانګړنې لري. انترو پوید د بیزوګانو، اېپس (apes) او انسانانو ډله ده چې لومړني ګڼل کیږي او دواړه فوسیل یا له منځه تللی او اوسمهال ژوندي نسلونه لري. ( اداپي شکلو ته له بشپړ تکامل وروسته د انتروپوید نوم اخیستل کیږي) نامتو بېلګې : د افریقا اداپي شکله یا افرادپي لانګي کریستاتوس (Afradapis longicristatus) او د اروپا اداپي شکله داروینیوس ماسیلای (Darwinius masillae) دي. د بېلګې په توګه د افریقا انتروپوید (anthropoids) د (fused mandibular symphyses) سیستم یا خپله کې نښتی جوړښت چې په انګریزۍ کې (articulation) ورته وایي لري، د ثنایا غاښونه یې ګرد پراخه پای (spatulate incisors) لري، غټ کانین لري، د وړې ژرندې کم شوي غاښونه لري خو لمړي لومړني ژوي دا جوړښتونه نلري.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله لومړني
فرعي ډله سټرېپ سیریني

 

Notharctus tenebrosus AMNH
Source : Notharctus Tenebrosus Photo by Claire Houck from New York City, USA

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons