Chimpanzee – چیمپانزي

علمي نوم یې پان تروګلودیت (Pan troglodytes) ده، د اېپ (ape) یو ډول ده او له انسان سره نږدې تړاو لري. د افریقا د ګرمو سیمو په ځنګلونو او هوارو ونو لرونکو سیمو کې ژوند کوي. له البرټ جهیل، ویکتوریا جهیل ګامبیا تر د تانزانیا شمال غرب پورې سیمه کې ژوند کوي. د بدن کچه او وزن یې ډېر زېات له یو بل سره توپیر لري خو تقریبا تر ۱–۱.۷ متره پورې (۳–۵.۵ فټه) پورې لوړ شته دي. وزن یې هم تر ۳۲–۶۰ کیلو ګرامه (۷۰–۱۳۰ پونډه) پورې رسېدای شي. نر یې له ښځې په وزن کې زېات وي. مخ یې ګیره لري او د بدن وېښته یې ګڼ، تور یا نصواري رنګ لري. که چېرې وېښته ترې وخرول شي پرته له لاسونو، پښو او مخ چې تور رنګ لري د نور پوستکي رنګ یې سپین ده. د وړو بچیانو مخ یې سپین یا ګلابي رنګ لري.
سهار وخته سباون کې له خوبه راویښیږي او خپله ورځ په ځمکه او ونو دواړو کې تېروي. که ورځې اوږدې وي په غرمه کې بیا خوب کوي او ماسپیښین چې کله له خوبه پاڅیږي ډېر زېات خوراک کوي. د ونې په څانګو پورې ځان ځړوي او له یوې څانګې بلې ته حرکت کوي، دې عمل ته په انګریزۍ کې (swing or brachiate) وایي. په دوه پښو هم ګرځېدای شي. په ونو کې له پاڼو او لرګیو ځانته ځالې جوړوي په کومو کې چې د شپې لخوا ارام کوي. لامبو نشي وهلی خو په اوبو کې قدم وهي (wade in water). اساسا یې خواړه سبزي ده خو له دې پرته نور ۳۰۰ ډوله خواړه لکه میوې، پاڼې، حشرې، د مرغانو هګۍ، د مرغانو بچیان، د ګلانو غوټۍ، مختلف ډوله توتان، د ونو او بوټو تخمونه او مردار شوي حیوانات هم خوري. له دې پرته یوازې او په ګروپ کې نور ژوي هم ښکار کوي لکه دویکر ګزېلې، نورې بیزوګانې او وحشي خوګان. ځینې بوټي د درملو په توګه د ځینې ناروغیو او د کولمو د پرازیت (intestinal parasites) د وېستلو لپاره کاروي.
د اومیندوارۍ نېټه یې تر ۸ میاشتو پورې ده او یو بچی زېږوي. دکال په هر وخت کې د مثل تولید کولای شي. د تازه پیدا شوي بچي وزن یې تر ۱.۸ کیلو ګرامه پورې وي. کله یې چې مور له یو ځای بل ځای ته ځي د خپلې مور د خېټې په وېښتو پورې ځان نښلوي. بچیان یې له شپږ میاشتو عمره تر دوه کلنۍ پورې د مور په شا باندې سپریږي. تر پنځه کلنۍ پورې د مور شودې روي. نر یې په ۱۶ کلنۍ کې او ښځه یې په ۱۳ کلنۍ کې جنسي بلوغیت ته رسیږي. په بندو ځایونو کې لکه ژوبڼ تر ۵۸ کاله پورې او په ځنګلونو کې تر ۴۵ کاله پورې ژوند کولای شي. نسل یې ډېر کم پاتې او د کمېدو لامل یې : د ژوند د چاپېریال له منځه وړل، د دې ژو ښکار چې ډېر وخت د ژوبڼ لپاره نیول کیږي، له بلې خوا یې پړانګان هم وژني.
تر ګوریلا او د سوماترا د ونې له بیزو څخه ښه ټولنیز چلند لري. یوه ډله یا ټولنه جوړوي چې په انګرېزۍ کې یې ډلې ته (communities, or unit groups) نومونه اخلي. د ډلې شمېر یې له ۱۰ تر ۱۰۰ پورې وي. په ځنګلونو کې یې ټولنې تر څو کیلو متره مربع پورې ځانته سیمه ټاکي. پر یو بل باندې واکمني هم کوي لکه غټ نر یې په ښځې او وړو بچیانو واکمن وي. په ډله کې یې د نرانو په پرتله د ښځو شمېر دوه یا درې برابره وي. د مثل د تولید پر وخت یې غټ نر کولای شي د مالکیت چلند اختیار کړي او تر ټولو مخکې له هرې ښځې سره چې غواړي جنسي نزدیکت وکړي. کوم نران یې چې په یوه ټولنه کې پیدا شي خپل ټول عمر په هماغه ټولنه کې تېروي خو ځینې وخت یې واړه بچیان ممکن له مور سره بلې ټولنې ته بدل یا انتقال کړل شي. مګر ډېر وخت یې ښځې په ۱۱ کلنۍ کې په خپله خوښه نږدې نورو ټولنو ته ځي تر څو هلته بچیان وزېږوي. ښځې یې ډېر وخت له نورو ښځو او یا خپلو بچیانو سره تېروي. ځینې وخت یې ښځې د واکمن نر خلاف اتفاق کوي او یا هغه ښځه رټي چې تازه یې ټولنې ته راغلې وي.
یوه ټولنه یې له بلې سره دښمني لري. که چېرې د یوې ټولنې غړي یې د بلې ټولنې سیمې ته داخل شي نو ممکن یو بل سره ووژني. د خپلې سیمې ساتنې لپاره یې نران د پولو پټرول یا ګشت کوي. ډېر کم وخت یې واړه بچیان له خپل سیمې بلې سیمې ته اوړي چې د نورو وړو بچیان له شخړې سره مخ کیږي. غټ نران یې د نورو بچیان وژني مګر ډېر کم وخت یې ښځینه هم د نورو په بچیانو وژلو لیدل شوي (یوازې د بلې ټولنې یا ډلې بچیان نه وژني، د هغو ښځو بچیان وژنې چې تازه ټولنې ته کډواله شوې وي او یا یې د پلرونو تر منځ شخړه یا مخالفت رامنځته شوی وي، له دې پرته جنسي اړیکې هم د یو بل د بچیانو د وژلو لامل کیږي). ځینې وخت خپل خواړه له ښځو سره د جنسي اړیکو نیولو په موخه شریکوي.
د روزونکو لخوا توکي جوړول، ژبه ورزده کول او داسې نور چارې هم شوي. چیمپانزي کولای شي لغات زده کړي او د توکو نومونه وپېژني. د ځنګلونو چیمپانزي خپل منځ کې د مخ، لاسونو او نورو اشارو باندې خبرې کوي له دې پرته غورېدل، چغې وهل او ځینې ځانګړي اوازونه هم د خبرو اترو لپاره کاروي. په ځنګلونو کې وحشي چیمپانزي د کب نیونې لپاره توکي، د ځمکې له لاندې برخې د حشرو راوېستلو لپاره توکي، د غوزو د ماتلو لپاره توکي جوړوي. د احساس بیانولو ادا یې تر هر بل حیوان انسان ته ورته ده.
جنیتیکي څېړنو ښودلې چې د چیمپانز جینوم (genomes) تقریبا ۹۸ % انسان ته ورته ده. او ګمان کیږي چې انسان او چیمپانزي ۴ میلیونه کاله وړاندې له یو بل څخه رامنځته شوي وي.
Picture by CC BY-SA 2.5, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=311591

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons