Aye-aye – آی آی

علمي نوم یې دوبېنتونیا ماداګاسکاریانسیس (Daubentonia madagascariensis) ده، د مداګاسکار لومړني دي، د دوبېن توني ایدای کورنۍ (family Daubentoniidae) یوازې پاتې غړی ده. په ونه کې ژوند کوونکی (arboreal)، د شپې لخوا فعال (Nocturnal) او یوازې ژوند کوونکی (solitary) ده. ډېر آی آی په باراني ځنګلونو کې ژوند کوي خو څه وخت مخکې د غربي ماداګاسکار په وچو ځنګلونو کې هم لیدل شوي.
 
آی آی تقریبا ۴۰ سانتي متره (۱۶ انچه) پورې اوږدوالی پرته له ۵۵ تر ۶۶ سانتي متره اوږدې لکۍ لري. د بدن وېښته یې اوږده دي او خړ تېز نصواري رنګ لري، لنډ مخ، غټې سترګې او لکه د شخوند وهونکو اوږده وده کوونکي د ثنایا غاښونه لري. لاسونه او منګولې یې یې ډېر اوږده دي. خواړه یې حشرې او میوې دي. کله چې ونو کې د حشرو سوری پیدا کړي لمړی غوږ ورته نیسي او له هغې وروسته په خپلې درېمې ګوتې له سوري څخه حشرې راباسي. نسل یې له منځه تللو سره مخ ده او له همدې امله یې قانوني ساتنه کیږي. یو څو یې ژوبڼ ته هم انتقال شوي.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons