Baboon – بابون بیزو

د پاپیو نسل (genus Papio) ده، د سعودی او افریقا په وچو سیمو کې ژوند کوي، لومړنۍ بیزوګانې ګڼل کیږي، په ځمکه ژوند کوونکې (terrrestrial) دي او پنځه ډولونه لري. د تر ټولو غټ ډول نر یې چې د ډول علمي نوم یې پاپیو یورزینوس (Papio ursinus) ده تر ۳۰ کیلو ګرامه (۶۶ پونډه) پورې وزن لري او د ښځې وزن یې د نر په پرتله ۵۰% کم وي؛ تر ټولو وړوکی ډول یې همادریاس یا وېرېدلی بابون (hamadryas or sacred baboon) ده د ډول علمي نوم یې پاپیو همادریاس (Papio hamadryas) ده، د نر وزن یې تر ۱۷ کیلو ګرامه او د ښځې وزن یې تر ۱۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د بابون د بدن اوږدوالی له ۵۰ تر ۱۱۵ سانتي متره پرته له ۴۵–۷۰ سانتي متره اوږدې لکۍ پورې وي. ټول ډولونه یې اوږده اوربوزونه لري، نر یې اوږده کانین غاښونه لري. زېات یې په نیمه وچو او د ونو لرونکو صحراګانو کې ژوند کوي. مختلف ډوله بوټي او نور ژوي خوري، له دې پرته د ځینو بوټو ریښې، تخم، واښه او میوې هم خوري.
 
د بابون بیزو پنځه ډوله د افریقا په مختلفو سیمو کې ژوند کوي. چاکما (chacma) ډول یې د زمبابوې د سیند په جنوبي سیمو کې دي. رنګ یې تور ته ورته او یا نصواري وي. تر ټولو وړوکی بابون چې د ډول علمي نوم یې پاپیو سینوسیفالوس (Papio cynocephalus) ده له زمبابوې تر کینیا پورې شته دي. انوبیس بابون (anubis) له چاکما ډول څخه په کچه کې وړوکی ده، په سر او وږو وېښته لري دا ډول له کینیا او ایتوپیا تر مالي پورې پیدا کیږي. د سهارا په هغو سیمو کې چې کمې وچې دي هم پیدا کیږي. د ګینیا بابون (Guinea baboon) د ډول علمي نوم یې پاپیو پاپیو (Papio papio) ده، یوازې په غربي افریقا کې محدود دي، نر یې په سر وېښته لري.
 
ټول بابو ټولنیز ژوند کوي چې له ۱۰ تر سلګونو پورې په ډله کې سره ګرځي. د بابون ښځې چې کله وړې وي له خپلې ډلې سره ګرځي خو چې کله بلوغیت ته ورسیږي نو له بلې ډلې سره یو ځای کیږي. د نرانو تر منځ د رتبو طبقې موجودې وي او ډېر وخت له یو بل سره جنګ یا شخړه کوي. د نرانو د رتبې طبقې یې هر وخت بدلیږي خو د ښځو بیا ثابته وي او له یو بل سره کمه شخړه کوي. کوم چې لمړی مقام لري تر ټولو ښه خواړه خوري او د خپلې خوښې له ښځې سره جنسي نزدیکت کوي. په نورو د ښکار، خوړو او کوم چې بې نظمي کوي د هغوی د لرې کولو او منظم ساتلو لپاره امر هم کوي.
 
ښځینه یې د حیض ناروغي هم نیسي چې تر ۳۵ ورځو پورې دوام کوي. کوم نر یې چې واک لري ترټولو زېاتو ښځو سره جنسي نزدیکت کوي. د سپېمه توب له مودې وروسته یې ډېر ژر پړسوب له منځه ځي. له پنځه تر شپږ میاشتو پورې یې د اومیندوارۍ موده ده او یو بچی زېږوي. د بچي رنګ یې تور وي او د نورو بیزو ګانو په پرتله زېاته ازادي لري.
Picture by Muhammad Mahdi Karim – Own work, GFDL 1.2, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=11193550

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons