Barbary macaque – باربري مکاک

علمي نوم یې مکاکا سیلوانوس (Macaca sylvanus) ده، مګوټ (magot) هم ورته وایي، په ځمکه د ژوند کونکو بیزوګانو ډول ده چې په الجیریا، تونس، مراکش او جبل الطارق (Gibraltar) کې خورا زېاتې دي. تر ۶۰ سانتي متره (۲۴ انچه) پورې یې د بدن اوږدوالی رسیږي، رنګ یې زېړ ته ورته نصواري ده، د نر وزن یې تر ۱۶ کیلو ګرامه او د ښځې وزن یې تر ۱۱ ګرامه پورې رسېدای شي. لکۍ نلري او له همدې امله ځینې خلک ورته د باربري اېپ (Barbary ape) نوم اخلي خو د بدن اناتومي یې د اېپ سره توپیر لري ( اېپ ندي).

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons