Bonnet monkey – د هند مکاک بیزو

علمي نوم یې مکاکا رادیاتا (Macaca radiata) ده، د هند په جنوب کې زېاتې دي. د سر وېښته یې لکه د ماشوم یا د ښځې خولۍ ته ورته دي او له همدې امله بونېټ نوم ورته اخلي چې مانا یې د ښځې یا ماشوم خولۍ ده. مخ یې وېښته نلري او رنګ یې ګلابي ده، د بدن رنګ یې خړ نصواري وي. د بدن اوږدوالی یې له ۳۳ تر ۶۰ سانتي متره (۱۴–۲۴ انچه)، د نر وزن یې تر ۶ کیلو ګرامه او د ښځې وزن یې تر څلور کیلو ګرامه پورې رسېدای شي. ځینې وخت کې له باغونو او د خوړو له هټیو غلا هم کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons