Bianca Modenese – بیانکا مودېنېزې

د ایټالیا په شمال کې، دلومبارډي سیمې، د ایمیلیا روماګنا په پو دره کې د دوه موخو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. غویان یې د غوښې لپاره او غواګانې یې د شیدو لپاره ساتل کیږي خو مخکې د کاري موخې لپاره هم کارېدل. نوم یې له مودېنا ولایت اخیستل شوی. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل په کارپي سیمه کې ډېر زیات وو او له همدې امله ځینې خلک ورته کارپي جانه نوم اخلي، وروسته یې نسل په پو دره کې زیات وساتل شو او له همدې امله ورته بیانکا دېلا وال پادانا نوم اخلي (د نومونو تلفظ یې ایټالوی دی).


مخینه
مخینه یې نه ده مالومه خو ګمان کیږي چې نسل یې پودولیکا او رېجانا غوییزو رامنځته کړی وي. د نسل په اړه یې مستند مالومات له ۱۹۵۰ لسیزې موجود دي، د نسل نوم یې له ۱۸۸۰ کال څخه ایښودل شوی. په ۲۰ پېړۍ کې تر ۲۰۰۰۰۰ زیات غوییز موجود وو خو په ۲۰۱۲ کې ټولټال ۱۰۲۲ غوییز پاتې وو.

د غویي وزن یې تر ۱۰۵۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۶۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غويي قد تر ۱۵۵ سانتي متر او د غوا تر ۱۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons