Bleue du Nord – د شمال نیله غوییز

د دوه موخو لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې په شمال کې یا نار په دو کالې (Nord-Pas-de-Calais) سیمه اخیستل شوی. د بلجیم نیله غويي په څېر د مایوسټاټېن له کمي سره مخ دی خو د کنټرول کچه یې د بلجیم نیله څخه زیاته ده. غویی یې تر ۱۱۵۰ کیلو ګرامه او غوا یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غویي قد تر ۱۴۲ سانتي متره پورې او د غوا تر ۱۳۵ سانتي متره پورې لوړیږي. سپین، نیله تور او سپین او یا نیله سپین رنګ کې وي. ارام طبیعت لرونکي غوییز دي. له سړې هوا، واورې او باران سره بلدتیا لري. په ۲۹۲ ورځو کې تر ۴۸۵۳ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. ځینې غواګانو یې کومې چې ښې ساتل شوي تر ۱۰۷۹۵ کیلو ګرامه پورې شیدې هم کړي. نسل یې د فرانسې له سیمه ایزو غوییزو او دورهم غوییزو اخیستل شوی. دورهم غوییزو ته وروسته د لنډ ښکرو غوییزو نوم ورکړل شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons