Blonde d’Aquitaine – د اکیتېن بلاند / د اکیتېن سرو زرو ته ورته زېړ غوییز

د فرانسې د غوییزو نسل دی. په ۱۹۶۲ کې یې نسل د سوېل لویدیځې فرانسې له درې کاري نسلونو د پېرینې بلاند، د کیورسي بلاند او ګارونېز اخیستل شوی. له ۱۹۷۰ کال څخه د فرانسې درېم تر ټولو زیات د غوښې لپاره ساتل کېدونکی نسل دی د غوښې لپاره نور تر ټولو زیات ساتل کېدونکي شارولې او لیموزه غوییز دي. د نړۍ زیات شمېر هیوادونو ته یې هم نسل صادر شوی. کریمي یا غنمو ته ورته رنګ کې وي. رنګ کې یې له روښانه تر تېز پورې د سوروالي رنګ هم امکان لري. په ۱۵ میاشتو کې تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن زیاتوي. د غویي وزن یې تر ۱۴۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۱۰۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد تر ۱۶۵ سانتي متره او د غوا تر ۱۵۵ سانتي متره پورې لوړیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons