Black Hawk – بلک هاوک

بلک هاوک د امریکا په (Sauk) کې، په ۱۷۶۷ کې زېږېدلی او په ۱۸۳۸ کې د اکتوبر په ۳ نېټه مړ شوی. د یوې ډلې مشر او د امریکا د سوک د هندیانو جګړه مار وو یاده سیمه اوس د متحده ایالتونو منځنۍ لویدیځه سیمه ده. بلک هاوک له ځان سره (medicine bundle) لرل کوم چې د امریکا هندیانو په خپلو دودیزو لمانځنو کې کارول او یاد توکي ورته له خپل پلار څخه پاتې وو. په کال ۱۸۳۲ کې د بلک هاوک جګړه پیل شوه او بلک هاوک د جګړې ځوان مشر وو. په جګړه کې یې د متحده ایالتونو د خلکو ضد له انګرېزانو سره ملګری وو او غوښتل یې د سوک له سیمې سپین امریکایان وباسي. وروسته د فاکس او سوک ډلو مشر شو دواړه ډلې د (British Band) په نامه یادېدلې او په اروپایي امریکایانو یې برید وکړ. له جګړې وروسته د متحده ایالتونو پوځ ژوندی ونیوه او د متحده ایالتونو ختیځ ته یې انتقال کړ. بلک هاوک او څو نور مشران یې څو ښارونو ته د سیلانیانو په توګه بوتلل تر څو یې د سپینو امریکایان په اړه ذهنیت بدل کړي. له لږ وخت وروسته چې کله ازاد شو نو خپله کیسه یې رسنیو ته وکړه او په کال ۱۸۳۳ کې د (Autobiography of Ma-Ka-Tai-Me-She-Kia-Kiak, or Black Hawk, Embracing the Traditions of his Nation…) په نامه خپره شوه. کتاب یې د امریکا د هندیانو لمړۍ بیوګرافي ګڼل کیږي په امریکا کې یې پلور ډېر چټک وو او څو نسخو کې چاپ شو. په کال ۱۸۳۸ کې مړ شو او له مرګ وروسته د بلک هاوک په نامه ډېر ځایونه، کشفونه او نوې اختراع ګانې ونومول شوې.

Chief Black Hawk3
Chief Black Hawk By Charles Bird King

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons