Sikorsky UH-60 Black Hawk

افغانستان د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ پورې ۸ چورلکې تر لاسه کړې وې. د څلورو څرخونو او دوه ماشینونو لرونکې چورلکه ده، په منځنۍ کچه بار لکه، د اور مړه کولو لپاره اوبه، د پوځ لپاره د مهماتو او خوړو بار وړلای شي کومې چې سیکروسکي اېرکرفت (Sikorsky Aircraft) شرکت طرحه کړي او جوړې کړي. په ۱۹۷۲ کال کې د دوه شرکتونو ترمنځ سیالي روانه وه او دواړو هڅه کوله چې د امریکا پوڅ یې چورلکې د پېرلو لپاره خوښې کړي. په دې وخت کې د امریکا د پوځ د کارونې لپاره یو تکتیکي سیستم لرونکې چورلکه پکار وه او سیالي بلک هاوک (Black Hawk) او د بوینګ وېرټول (Boeing Vertol YUH-61) ترمنځ وه بلاخره په کال ۱۹۷۶ کې پوځ بلک هاوک چورلکې خوښې کړې او له شرکت سره یې تړون لاسلیک کړ.
ولسمشر غني چې کله د بلک هاوک لمړۍ جوپه تر لاسه کوله نو بلک هاوک یې تور بازان ګڼلي په انګرېزۍ کې هاوک باښې ته ورته د باز ډول ده بلک هاوک د تور باز مانا لرلای شي خو د نوم دغه مانا یې ناسمه ده او د چورلکې د نوم مانا د امریکا د یوه ځايي جګړه مار لیډر نوم ده.
د هندي بلک هاوک جګړه مار مشر پېژندو لپاره دلته په بلک هاوک کلیک وکړئ او د هاوک مارغه پېژندلو لپاره دلته په هاوک کلیک وکړئ
 
وسله :
دوه ۷.۶۲ اېم اېم (M240 machine guns) ماشیندارې
دوه ۷.۶۲ اېم اېم (M134 minigun) وړې ماشیندارې
دوه ۱۲.۷ اېم اېم (GAU-19 gatling gun) ماشیندارې
د مهماټو لپاره څلور د نښلونې ځایونه لري په کومو کې چې لاندې وسلې لېږدولی شي
راکټونه
Hydra 70
توغندي
AGM-114 Hellfire laser guided missiles
AIM-92 Stinger air-to-air missiles
بمونه
VOLCANO minefield dispersal system
نور
7.62 mm (0.30 in), 12.7 mm (0.50 in), 20 mm (0.787 in), or 30 mm (1.18 in) M230 gun pods
 
پیلوټان : دوه پیلوټان او دوه د ماشیندارې چلونکي
اوږدوالی : ۱۹.۷۶ متره
د چورلکې د تنې اوږدوالی : ۱۵.۲۷ متره
د چورلکې د تنې سور : ۲.۳۶ متره
د څرخ قطر : ۱۶.۳۶ متره
لوړوالی : ۵.۱۳ متره
بې وسایلو وزن : ۴۸۱۹ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۰۶۶۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو General Electric T700-GE-701C turboshaft, 1,890 hp
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۹۴ کیلو متره
له تیل اچولو پرته د الوتنې موده : ۵۹۲ کیلو متره
د امریکا په پوځ کې د بلک هاوک چورلکې کارونه په ۱۹۷۹ کال کې پیل شوه او د (Bell UH-1 Iroquois) الوتکو ځای نیونکې شوې. وروسته د بلک هاوک د تولید نور دوه ډولونه (UH-60L and UH-60M) جوړ شول کوم چې په ځانګړو عملیاتو کې د کارونې لپاره او د الیکترونیکي جګړې (رادار او مخابراتوسره د جګړې) لپاره وو. له یادو الوتکو دوه نورې الوتکې هم جوړې شوې چې د (U.S. Navy, Air Force, and Coast Guard) په نامه یادیږي. همدا لامل شو چې د نړۍ زیات هوایي ځواکونه بلک هاوک چورلکې وپېري او خپل هیواد ته یې صادرې کړي. بلک هاوک چورلکې تر اوسه د افغانستان، عراق، ګرېنادا، پاناما، سومالیا، بالکان او د منځني ختیځ په ډېرو جګړو کې برخه اخیستې.
 
جوړونکی شرکت یې (Sikorsky Aircraft) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۴ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۷۹ کال کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (United States Army, Japan Self Defense Forces, Colombian Armed Forces, Republic of Korea Armed Forces) دي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر تر ۴۰۰۰ زیات ده، په ۲۰۱۲ کال کې د یوې الوتکې ارزښت ۲۱.۳ میلیونه امریکایي ډالر وو.
د ۱۹۶۰ لسیزې په پای کې د امریکا پوځ یوې داسې چورلکې ته اړتیا لرله چې د (UH-1 Iroquois) الوتکو ځای ونیسي او دغې چارې ته یې د (Utility Tactical Transport Aircraft System UTTAS) پروګرام نوم ورکړ. په ورته وخت کې د امریکا پوځ کومه تجربه چې د ویتنام له جګړې تر لاسه کړې وه د همدې تجربې پر بنسټ یې اړتیا احساس کوله چې یوه د توربین لرونکي ماشین چورلکه هم ولري او د دې لپاره یې بنسټیزې چارې پیل کړې وې چې ورسته ترې (General Electric T700) ماشین جوړ شو. د همدې تجربې پر اساس پوځ فکر کوه چې باید د ټرانسپورټ د الوتکو په سیستم او ماشین کې ښه والی رامنځته شي. په کال ۱۹۷۲ کې پوځ د خپل وړاندیز طرحه خپره کړه او په خپله طرحه کې یې د یادو سیستمونو د ښه والي غوښتنه او سپارښتنه کړې وه:
 
د اعتبار وړ (reliability) په دې مانا چې سیستم هغه څه کوي او کولای شي چې کارونکي ورته اړتیا لري او یا تر دې اسانه او مسلکي تعریف د سیستم بهیر هغه څه ته ادامه ورکولای شي چې کارونکی یې د کارونې پر وخت ورته اړتیا لري.
 
بقا یا ژوندي پاتې کېدل (survivability) په دې مانا چې د کارونې لپاره وړ پاتې کیدای شي یا هم د کارونې لپاره د اوږد مهاله شتون اعتبار (پام مو وي چې یاد لفظ ځانګړې کارونې او ماناګانې لري او وه هر ځای کې تعریف ته ورته مانا نلري).
 
د کارونې د مودې کم مصرف (یاده غوښتنه الوتکه کې د دوه ماشینونو نصبولو لامل شوه کوم چې په لوړه ارتفاع او توده هوا کې ښه کار کوي).
 
همداسې (modular design) په ډیزاین کې هغه سیستم ده چې سیستم یې په وړو فرعي برخو وېشلی وي او هرې یوې برخې ته یې (modules) یا (skids) نومونه اخلي کومې برخې چې په مستقله توګه یا هم په جلا توګه د تولید وړ وي او په مختلفو سیستمونو کې کارېدای شي.
 
د وچ ګېر بکس (run-dry gearboxes) لرل وچ ګېر بکس د ځواک د لېږدولو په سیستم کې یو ماشین ده کوم چې کنټرول شوی د ځواک ترتیب رامنځته کوي.
 
زغره لرونکې تنه ولري، د الوتنې د کنټرول، د هایډرالیک یا هایډرولیک د کنټرول او برېښنایي کنټرول سیستم ولري. د لوېدو پر وخت سپرلۍ ژوندۍ پاتې شي په دې مانا چې تنه یې ټوټې ټوټې نشي د تنې په داخل کې چوکۍ ماتې نشي او په الوېدونکې الوتکه کې سپرلۍ له زیات زیان لیدلو په ممکنه توګه وژغورل شي. په لکۍ کې د څرخ سیستم ولري او د تیلو ټانکۍ یې هم زغره ولري او د لوېدو پر وخت زیان لیدونکې نه وي.
 
په لمړي ګام کې څلور د لمړنیو الوتکو ډول جوړ شو او د ټولو ازموینو پر وخت پوځ ډاډ تر لاسه کړ چې چورلکې پرته له کوم ځانګړي خطر اخیستو د خپلو موخو لپاره کارولای شي. په ۱۹۷۶ کال کې درې لمړنۍ الوتکې د امریکا پوځ ته د شرکت لخوا وسپارل شوې تر څو د وړاندیز لپاره له رقیب شرکت (Boeing-Vertol) سره سیالي وکړي او قرارداد تر لاسه کړي. څلورمه لمړنۍ بلک هاوک سیکورسکاي شرکت په داخل کې د نوو څېړنو لپاره له ځان سره وساتله. بلاخره د امریکا پوځ د ۱۹۷۶ په ډسمبر کې د پورته یاد وړاندیز لپاره تړون د بلک هاوک چورلکو له سیکورسکای شرکت سره لاسلیک کړ. په کال ۱۹۷۸ کې نورې بلک هاوک پوځ ته وسپارل شوې او د ۱۹۷۹ کال په جون کې یې پوځ کارونه پیل کړه.
 
پرمختللي ډولونه
کله چې الوتکې پوځ ترلاسه کړې نو په الوتکو کې د طبي مرستو رسولو وړتیا، د ماین خښولو وړتیا هم زیاته شوه. د تولید (EH-60) ډول یې د الیکترونیکي جګړې لپاره جوړ شو تر څو د مخالف لوري په رادار او مخابراتي سیستم کې مداخله وکړي، د ځانګړو عملیاتو ترسره کولو لپاره د تولید (MH-60) ډول جوړ شو. په الوتکو کې د یادو وړتیاو لپاره د وسایلو نصب کولو د الوتکې وزن زیات کړ او له همدې امله په کال ۱۹۸۷ کې د امریکا پوځ د (UH-60L) ډول جوړېدو غوښتنه وکړه او په دې ډول کې پورته ټولې وړتیاوې شاملې وې، ماشین (T700-GE-701C) یې تر پخوانیو ډولونو زیات ځواکمن وو، د بار پورته کولو وړتیا یې تر پخوانیو زیاته وه، ځواکمن ګیر بکس یې لره، اتومات د الوتنې سیستم پکې اضافه شو تر څو دالوتنې په کنټرول کې ښه والی رامنځته کړي. د اېل ماډل تولید په ۱۹۸۹ کال کې پیل شو.
 
په ۲۰۰۱ کال کې یې نوی پرمختللی د تولید (UH-60M) ډول جوړ شو تر څو د بلک هاوک الوتکو د کارونې عمر تر ۲۰۲۰ پورې زیات کړي. په دې ډول کې د پخواني سي ډول ماشین (T700-GE-701C) پر ځای ډي ډول ماشین (T700-GE-701D) نصب شو، د څرخ په په پرو کې یې ښه والی رامنځته شو، د برېښنایي وسایلو د نصب لپاره وسایلو کې ښه والی رامنځته شو او د ۲۰۰۶ کال د جون په میاشت کې یې د یادې طرحې لمړۍ ۲۲ الوتکې تولید او پوځ ته وسپارل شوې. له کارونې وروسته د امریکا پوځ د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې د یاد ډول لپاره د ۱۲۲۷ الوتکو تړون لاسلیک کړ. د ۲۰۰۹ کال تر مارچ پورې د امریکا پوځ ۱۰۰ بلک هاوک تر لاسه کړې وې. د ۲۰۱۴ په نومبر کې یې د بلک هاوک مختلفو ډولونو لپاره بل د ۱.۳ بیلیونه تړون لاسلیک کړ. د یادو الوتکو په لکۍ کې اضافي څرخ نصب شو تر څو د الوتکې غږ د پخوا په پرتله ډېر کم کړي. بلک هاوک الوتکې په داخل کې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او په بهر کې زوړند وزن تر ۴۱۰۰ کیلو ګرامه پورې انتقالولای شي.
 
افغانستان د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ پورې ۸ بلک هاوک تر لاسه کړې وې، استرالیا په ۲۰۱۶ کې ۳۴ بلک هاوک لرلې، اتریش په ۲۰۱۶ کال کې ۹ بلک هاوک لرلې او درې نورې صادرېدونکې وې، بحرین په ۲۰۱۶ کې ۸ بلک هاوک لرلې، برازیل ۱۹، چیل ۳،چین ۲۳، کولمبیا ۷۹، مصر ۲، اسرایل ۴۸، جاپان ۱۸۳، اردن ۲۲، مکسیکو ۷، مراکش ۲، سوېلې کوریا ۱۰۵، سلواکیا ۵، تایلنډ ۱۰، ترکې ۵۸ او متحده عرب اماراتو په ۲۰۱۶ کې ۵۹ الوتکې لرلې همداسې خپله د متحده ایالتونو پوځ ۲۱۴۶ د کارونې لپاره په ۲۰۱۶ کې ترلاسه کړې وې.
 

Soldiers from the Australian Army 2nd Commando Regiment fast rope from an S-70A-9 Black Hawk from the Australian Army 171st Aviation Squadron during exercise Talisman Sabre 2015
Soldiers from the Australian Army 2nd Commando Regiment fast rope from an S-70A-9 Black Hawk from the Australian Army 171st Aviation Squadron during exercise Talisman Sabre 2015 By U.S. Air Force photo by Senior Airman Stephen G. Eige
Afghan Air Force UH-60 Kandahar Air Wing, Afghanistan
Afghan Air Force UH-60 Kandahar Air Wing, Afghanistan By Staff Sgt. Jared Duhon

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons