McDonnell Douglas MD 500 Defender

وړه د څو موخو لپاره نظامي چورلکه ده د کومې چې د طرحې بنسټ له دوه نورو چورلکو (MD 500 light utility helicopter and OH-6 Cayuse Light Observation Helicopter) اخیستل شوی.
 
جوړونکي شرکتونه یې درې (Hughes Helicopters, McDonnell Douglas Helicopter Systems and MD Helicopters) دي، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۷۶ کال کې کړې، اساسي کارونکي یې اسرایل، فلپیاین، عراق، افغانستان او سویله کوریا دي، د ټولو تولید شوو چورلکو شمېر ۴۷۱ ده.
 
د سپکې برید کوونکې په توګه د اېم ډي چورلکو لمړنی ډول (OH-6 Cayuse helicopter) د ویتنام په جګړه کې ګټور ثابت شوی. وروسته د (Hughes) شرکت په دې وپوهیده چې یادې چورلکې په مارکیټ کې هم پیرودونکي لري خو د پلور لپاره یې باید وسلې او ټکنالوجۍ کې اضافه وکړي. له څېړنو مطالعو وروسته یې (Model 500MD Defender) ډول طرحه او جوړ کړ کوم چې لمړۍ الوتنه په ۱۹۷۶ کال کې کړې. په دې ډول کې بې وسلې چورلکې، د کشف لپاره ډول او د ټانک ضد (TOW) توغندي لرونکې چورلکې موجودې وې. وروسته یې سمندري ډول هم جوړ شو کوم چې د اوبتل ضد چورلکې وې اود لټون رادار، د اوبتل د پیدا کولو یا لټون لپاره (magnetic anomaly detector) او په اوبو کې له غورزېدو وروسته د اوبتل په نښه کوونکی توغندی (aerial torpedoes) پکې نصب وو.
 
درېم ډول یې تر پخوانیو پر مختللی وو او برېښنایي سیستم پکې زیات شوی وو، د تنې په مخکینۍ برخه کې بدلون رامنځته شوی وو، په دې ډول کې وروسته (mast mounted sight MMS) اضافه شو کوم چې د د سینسورونو مجموعه ده لکه د لید انفرارېډ وړانګه، یا هم لایزري وړانګه کومه چې د هیلیکوپتر له څرخ سره نصب کیږي. په ۲۰۱۲ کال کې بوینګ شرکت د (Unmanned Little Bird) په نامه سیستم سوېلې کوریا ته وښوده کوم چې په اېم ډي ۵۰۰ چورلکو کې د نصب وړ ده او یاده چورلکه کې د بې پیلوټه الوتنې وړتیا زیاتوي او د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشتې کې د سوېلې کوریا هوایي ځواک په خپلو اېم ډي چورلکو کې یاد سیستم نندارې ته وړاندې کړ.
 
د افغانستان، ارجنټینا، چیل، کولمبیا، سلوادور، فلنډ، ایټالیا، جاپان، کینیا، سوېلې کوریا، لبنان، مالیزیا، مکسیکو، پاناما، فلپاین، چین، متحده ایالتونو او اسرایلو هوایي ځواکونه یې کاروي.
 
پیلوټان : یو او دوه (۱-۲) خو له څلور تر پنځو پورې د سپرلیو لپاره ځای لري
اوږدوالی : ۷.۰۱ متره
د څرخ قطر : ۸.۰۳ متره
لوړوالی : ۲.۵۹ متره
بې وسایلو وزن : ۵۹۹ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۳۶۱ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Allison 250-C20B Turboshaft, 420 hp (313 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۵۷ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۶۵۰فټه
 
وسلې :
four TOW anti-tank missiles, or
two 7.62mm General Electric M134 Miniguns plus ammunition, or
four General Dynamics Stinger air-to-air missile, or
Mk 44 or Mk 46 lightweight torpedoes (ASW Version), or
two seven-shot rocket pods
 
مختلف ډولونه لري
MD530G
افغانستان د همدې ډول اېم ډي ۵۳۰ چورلکو ډول لري د ټولو شمېر یې ۲۹ ده، په دې چورلکو کې پرمختللې د انجنیري سیستم کارېدلی او په برید کې تر ټولو ډولونو زیاته وړتیا لري
500D Scout Defender
وسله لرونکې د کشف ډول ده
500M Defender
د صادرېدو لپاره د نظامي چورلکې ۵۰۰ او ۵۰۰ سي ډول ده کومې چې د جواز لاندې په جاپان کې کواسکي شرکت او په ایټالیا کې برېډا نردي شرکتونه تولیدوي
500M/ASW Defender
د هسپانیا سمندري ځواک یې له شرکت څخه واردوي او د همدې ځواک په غوښتنه تولید شوي
NH-500M Defender
په ایټالیا کې د برېډا نرډي شرکت لخوا د جواز لاندې تولید شوې ۵۰۰ ډي چورلکې دي کومې چې یاد شرکت مخکې له اګوستا شرکت سره له یو ځای کېدو تولید کړي
500MD Defender
کوریا تولید تر ۲۰۰ چورلکو لپاره تولید کړي په یاد چورلکو کې ۵۰ چورلکو د ټانک ضد راکټونه لرل او ۱۵۰ نورې د ټرانسپور او نور استعمال لپاره کارېدې
500MD/ASW Defender
د ۵۰۰ اېم ډي چورلکو سمندري ډول ده
500MD/TOW Defender
د ۵۰۰ اېم ډي چورلکو د ټانک ضد ډول ده
500MD Quiet Advanced Scout Defender
په دې ډول کې د غږ کمولو ابزار نصب شوي
500MD Defender II
تر ټولو ښه او پر مختللی ډول ده
Military version of the 500E
د ۵۰۰ اي چورلکو نظامي ډول ده
520MG Defender
د فلپاین هوایي ځواک یې کاروي په دې ډول کې (50 caliber machine guns) ماشیندارې نصب دي، او ۷ راکټونه پکې نصب شوي د وړو برید کوونکې چورلکو په توګه کاریږي
520MK Black Tiger
د سوېلې کوریا نظامي ډول ده او د سوېلې کوریا (Korean Air Aerospace Division) تولید کړي
530MG Defender
د ۵۳۰ اېف چورلکو نظامي ډول ده
MD530 Nightfox
د شپې لخوا برید کوونکی ډول ده
MD530MG Paramilitary Defender
د پولیسو یا سرحدي ګزمو لپاره چورلکې دي

Afghan Air Force MD-530F helicopter fires machine guns
Afghan Air Force MD-530F helicopter fires machine guns By Staff Sgt. Perry Aston (USAF)
MD 500 orthographical image
MD 500 orthographical image By FOX 52

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons