Chengdu J-20

ساده شوی چینایي نوم یې (歼-20) او دودیز چینایي نوم یې (殲-20) دی. د یو پیلوټ لپاره د دوه ماشینو لرونکې جېټ ده، په هر ډول هوا کې د عملیاتو تر سره کوونکې ده، د پنځم نسل د غلا تګ کوونکې یا غلچکۍ جنګ کوونکې الوتکه ګڼل کیږي. د چین (Chengdu Aerospace Corporation) شرکت د چین ( People’s Liberation Army Air Force) هوایي ځواک لپاره جوړه کړې. چینګدو الوتکې کولای شي د مخالف لوري هوا ته داخلې شي او مخالف لور کې د هوا بشپړ کنټرول ترلاسه کړي، د مخالف پوځ پوستې په ډېر دقت سره په نښه کړي.
 
د ۱۹۹۰ لسیزې د ( J-XX program) پروګرام برخه ګڼل کیږي. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په ۱۱ نېټه کړې خو چین په ۲۰۱۶ کې افشاء کړې او د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې یې نظامي فعالیت ته وسپارلې، د جګړیزې روزنې لپاره د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې وکارېدې او د ۲۰۱۸ کال فېبرورۍ کې یې د یادې الوتکې لپاره د روزلو کسانو لمړۍ ډله چمتو کړې وه. په اسیا کې لمړۍ او په نړۍ کې درېمه د پنځم نسل د غلا تګ کوونکې جنګ کوونکې الوتکه (fifth-generation stealth fighter aircraft) ګڼل کیږي.
 
جوړونکی شرکت یې (Chengdu Aerospace Corporation) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۰ نېټه پیل شوې، اساسي کارونکي یې (People’s Liberation Army Air Force) دي، تر اوسه ۸ لمړنۍ الوتکې او ۲۰ جنګ کوونکې تولید شوي، د ټول پروګرام  لګښت۴.۴ بیلیونه ډالر دی او د یوې الوتکې ارزښت په ۲۰۱۶ کال کې له ۳۰ تر ۵۰ میلیونه ډالر پورې وو.
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۲۰.۴ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۳.۵ متره
د وزرو سطحه : ۷۸ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۹۳۹۱ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۲۰۹۲ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۶۲۸۷ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Saturn AL-31F
وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۳۴۰ کیلو ګرامه
 
وسله : د مهماتو نښلونې لپاره د وزرو لاندې څلور ځایونه لري
 
په داخل کې ځاېدونکې وسلې
PL-10 short range AAM
PL-12 Medium Range AAM
PL-21 Long Range AAM
LS-6 Precision-guided bomb
 
برېښنایي سیستم
Type 1475 (KLJ-5) active electronically scanned array
EOTS-86 electro-optical targeting system (ETOS)
EORD-31 infrared search and track
Distributed aperture system

J-20 at Airshow China 2016
J-20 at Airshow China 2016 By Alert5
Chengdu J20 Schematic
Chengdu J20 Schematic By NotLessOrEqual

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons