Dassault Rafale

د فرانسې د دوه ماشینو لرونکې د څو موخو لپاره جنګ کوونکې الوتکه ده. د (Dassault Aviation) شرکت طرحه کړې او جوړه کړې، په الوتکه کې مختلف ډوله وسلې کارېدلای شي، د مخالف لوري د فضا کنټرول په بشپړ توګه ترلاسه کولای شي، سیمې ته د نورو الوتکو د داخلېدو د مخنیوي لپاره کارېدای شي، د کشف وړتیا لري اوله دې پرته د ځمکني پوځ ملاتړ وړتیا هم لري، سمندري بېړۍ پرته له کوم خطر اخیستو په نښه کولای شي، همداسې اټومي توغندی انتقالولای شي.
 
په ۱۹۷۰ لسیزه کې د فرانسې سمندري او هوایي ځواکونو هڅه کوله چې خپلې زړې الوتکې بدلې کړي او په کم ارزښت بله الوتکه تولید کړي تر څو یې خپله وکاروي او د پلور مارکیټ کې هم ځای ولري. د دې لپاره یې له انګلستان، جرمني، هسپانیا او ایټالیا سره ګډون وکړ تر څو یورو فایټر ټایفون (Eurofighter Typhoon) چې یوه چټکه جنګ کوونکې ده طرحه او جوړه کړي خو د ټولو تر منځ د چارو په شریکولو کې مخالفت فرانسه وهڅوله چې خپله په یوازې ځان چاره پر مخ وېسي او خپله جنګ کوونکې الوتکه طرحه او جوړه کړي. په ۱۹۸۶ کال کې ده سا (دسا) شرکت یوه د ټکنالوجۍ ښودونکې الوتکه جوړه کړه، د خپلې پروژې لپاره یې هڅه وکړه چې د مخکې تګ ا قتصادي او د ټکنالوجۍ خنډونه لرې کړي تر څو داسې الوتکه جوړه کړي چې هره پرزه او ټکنالوجي یې یوازې فرانسوۍ وي او په اروپا کې له هرې بلې الوتکې سره توپیر ولري. د یادې چارې لپاره یې د فرانسې له نورو دفاعي قراردادي شرکتونو سره لکه (Thales and Safran) خبرې وکړې.
 
یادو شرکتونو هڅه وکړه چې د رفل پروګرام لپاره ټول برېښنایي سیستم د فرانسې په داخل کې تولید کړي لکه د غږ له لارې کار کوونکی ماشین (direct voice input)، د (RBE2 AA active electronically scanned array) رادار او د انفرارېډ په ذریعه د هدف پیدا کول او په نښه کول کوم ته چې (optronique secteur frontal infra-red search and track) نوم اخلي – یو اپټو برېښنایي سیستم دی. د الوتکو د کارونې لپاره ۱۹۹۶ کال ټاکل شوی وو خو د سړې جګړې او په لمړیتوبونو کې د بدلونو له امله کومو ته چې فرانسې بودیجه ځانګړې کړې وه د رفل پروګرام وځنډوه.
 
یادې الوتکې په درې کټګوریو وېشل شوي : لمړۍ کټګوري یې رفل سي په هوایي ډګر کې د ناستې وړ د یوې چوکۍ یا یوه پیلوټ الوتکې (Rafale C single-seat land-based version) دي، رفل بي په هوایي ډګر کې د ناستې وړ د دوه پیلوټانو لپاره الوتکې (Rafale B twin-seat land-based version) دي، رفل اېم په سمندري بېړیو کې کارېدونکې او د ناستې وړ د یوه پیلوټ الوتکې (Rafale M single-seat carrier-based version) دي. په ۲۰۰۱ کې یې کارونه پیل شوې.
 
د هند هوایي ځواک د ۳۶ الوتکو غوښتنه کړې په دې کې ۲۸ د یوه پیلوټ لپاره او ۸ د دوه پیلوټانو لپاره الوتکې دي خو د هند په داخل کې ځینو سیاسي ډلو له دې تړون سره مخالفت وکړ او  پېرل یې له خنډ سره مخ کړل.؛ مصر ۱۴ الوتکې تر لاسه کړي او ۲۴ نورې به ژر تر لاسه کړي؛ قطر د ۳۶ الوتکو غوښتنه کړې په دې کې ۳۰ الوتکې د یوه پیلوټ او ۶ د دوه پیلوټانو لپاره الوتکې دي.
 
په ۲۰۰۷ کال کې د فرانسې د یکشنبې رسنۍ (Journal du Dimanche) ادعا کړې وه چې د لیبیا مشر اسلام قذافي د ۳.۲۴ بیلیونه ډالرو په ارزښت له ۱۳ تر ۱۸ پورې د یادو الوتکو د ترلاسه کولو قرارداد ته هڅېدلی خو کوم تړون تر منځ لاسلیک نشو او وروسته په ۲۰۱۱ کال کې همدا الوتکې د اسلام قذافي د رژیم له منځه وړلو لپاره وکارېدې.
 
جوړونکی شرکت یې (Dassault Aviation) دی، د رفل اې ډېمو ډول د ۱۹۸۶ کال د جولای په ۴ نېټه لمړۍ الوتنه کړې، د رفل سي ډېمو ډول د ۱۹۹۱ کال د مې میاشت په ۱۹ نېټه لمړۍ الوتنه کړې، کارونه یې د ۲۰۰۱ کال د مې میاشت په ۱۸ نېټه پیل شوې، اساسي کارونکي یې (French Air Force, French Navy and Egyptian Air Force) دي، د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې ټولې ۱۶۵ الوتکې تولید شوې وې، تر ۲۰۱۳ کال پورې د ټول پروګرام لګښت ۴۵.۹ بیلیونه یورو (۶۲ بیلیونه امریکایي ډالر) وو، په ۲۰۱۳ کال کې د یوې بي رفل ارزښت ۷۴ میلیونه یورو، د سي رفل ارزښت ۶۸.۸ میلیونه یورو او د اېم رفل ۷۹ میلیونه یورو وو.
 
پېښې
د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر په ۶ نېټه یوه د دوه پیلوټانو رفل د روزنې د الوتنې پر مهال ولوېده او پیلوټ په پېښه کې مړ شو. د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په ۲۴ نېټه دوه رفل الوتکو پرته له مهماتو د ازموینې لپاره الوتنه کړې وه او سمندري بېړۍ ته د بېرته راتګ پر وخت خپله کې سره ټکر شوې په پېښه کې یو پیلوټ وژغورل شو او بل مړ شو. د ۲۰۱۰ کال د نومبر په ۲۸ نېټه یوه الوتکه په عربي سمندر کې پرېوته، یاده الوتکه په افغانستان کې د بمبار کولو لپاره کارېده، پیلوټ له الوتکې ځان وغورزوه او وروسته د بېړۍ ژغورونکي هیلیکوپتر وژغوره. د یادې الوتکې د غورزېدو لامل یې د ماشین کار پرېښودل وو (پیلوټ په تېروتنه په ماشین تېل بند کړي وو). د ۲۰۱۲ کال د جولای په دوېمه نېټه د یوه ګډ پوځي تمرین پر مهال یوه الوتکه د مدیترانې سمندر کې ولوېده پیلوټ له الوتکې ځان وغورزوه او د امریکایانو چورلکې وژغوره.
 
پیلوټان : یو او دوه
اوږدوالی : ۱۵.۲۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۸۰ متره
لوړوالی : ۵.۳۴ متره
د وزرو سطحه : ۴۵.۷ متر مربع
بې وسایلو وزن : د بي رفل ۱۰۳۰۰ کیلو ګرامه، د سي رفل ۹۸۵۰ کیلو ګرامه، د اېم رفل ۱۰۶۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۵۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۴۵۰۰ کیلو ګرامه
د تیلو ظرفیت : ۴۷۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Snecma M88-2 turbofans
زیات نه زیات سرعت : په لوړه ارتفاع کې په یوه ساعت کې ۱۹۱۲ کیلو متره، په ټیټه ارتفاع کې په یوه ساعت کې ۱۳۹۰ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۳۲۸ کیلو ګرامه
(Maximum g-load: +9/−3.6g but +11g in emergencies)
 
 
وسلې
د بې او سي ډول یې د مهماتو نښلولو لپاره ۱۴ ځایونه لري خو اېم ډول چې په سمندري بېړیو کې کاریږي ۱۳ ځایونه لري په کومو کې چې تر ۹۵۰۰ کیلو ګرامه پورې مهمات انتقالولای شي.
 
یوه ۳۰ اېم اېم (GIAT 30/M791 autocannon) ماشینداره
 
توغندي
 
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
Magic II
MBDA MICA IR or EM
MBDA Meteor
 
له هوا ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
MBDA Apache
MBDA Storm Shadow/SCALP-EG
AASM-Hammer (SBU-38/54/64)
GBU-12 Paveway II, GBU-22 Paveway III, GBU-24 Paveway III, GBU-49 Enhanced Paveway II
AS-30L
Mark 82
بېړۍ ضد توغندي
MBDA AM 39-Exocet
اټومي توغندی
ASMP-A nuclear missile
نور
Thales Damocles targeting pod
Thales AREOS (Airborne Recce Observation System) reconnaissance pod
Thales TALIOS multi-function targeting pod in the future (F3R Standard)
Up to 5 drop tanks
Buddy-buddy refuelling pod
 
برېښنایي سیستم
Thales RBE2-AA AESA radar
Thales SPECTRA Electronic Warfare system.
Thales/SAGEM-OSF Optronique Secteur Frontal infra-red search and track (IRST) system

A French air force Rafale aircraft breaks formation after refueling from a U.S. Air Force KC-135 Stratotanker aircraft assigned to the 351st Expeditionary Air Refueling Squadron (EARS) over an undisclosed 130317-F-BY961-185
A French air force Rafale aircraft breaks formation after refueling from a U.S. Air Force KC-135 Stratotanker aircraft assigned to the 351st Expeditionary Air Refueling Squadron (EARS) over an undisclosed 130317-F-BY961-185 By Capt. Jason Smith
Dassault Rafale version
Dassault Rafale version By Arz
Materials of the Dassault Rafale en
Materials of the Dassault Rafale By Flappiefh, and Sting
RafaleSpectra
Rafale Spectra By Arnaud Gaillard
Rafale - RIAT 2013 (9435456345)
Rafale – RIAT 2013 By Tim Felce
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons