Aeritalia G.222

افغانستان د (USAF) د تړون له مخې شپاړس الوتکې ترلاسه کړې (د ۲۰ الوتکو لپاره تړون لاسلیک شوی وو) او د ټکنالوجۍ لپاره یې د اوسمهالیزه کېدو چارې د (Alenia) شرکت ترسره کړې وې، افغانستان ته یې صادرول په ۲۰۰۹ کې پیل شوو، د ۲۰۱۲ کال تر ډسمبر پورې ۱۶ الوتکې افغان هوایي ځواک تر لاسه کړې وې خو د شرکت لخوا د بیا رغونېیا ترمیم نشتون له امله تړون لغوه شوو او د پنجشیر بهادرو لنډه غرو مقاومتي مجایدینو د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې یادې الوکې ټوټه ټوټه کړې او کیلو یې په ۱۲ افغانۍ د پاکستان په کباړیانو وپلورلې.

د جوړونکي شرکت نوم یې پخوا (Fiat Aviazione) او اوسمهال (Alenia Aeronautica) ده. د منځنۍ کچه ټرانسپورټي الوتکې دي کومې چې په لنډه هوايي کرښه کې د ناستې او الوتنې وړتیا لري. یادې الوتکې د ناټو د اړتیا پوره کولو لپاره جوړې شوې وې خو له تولید وروسته یوازې ایټالیا خپله کارونې ته غوره کړې او یو څو الوتکې متحده ایالتونو ترې وپېرلې کومو یې چې وروسته (C-27A Spartan) الوتکو ته بدلې کړې. د متحده ایالتونو په الوتکو کې د همدې الوتکې ډېرې برخې شاملې دي مګر ټکنالوجۍ کې یې بشپړ بدلون راوستل شوی او ماشین یې د (Lockheed Martin C-130J Super Hercules) الوتکې پکې نصب کړی.

جوړونکی شرکت یې (Fiat / Aeritalia / Alenia Aeronautica) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۰ کال د جولای په ۱۸ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۷۸ کال په اپرېل کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Italian Air Force, Nigerian Air Force, Argentine Army Aviation and afghan air force) دي خو افغانستان په ۲۰۱۲ کې له پېرلو او لنډمهاله کارونې وروسته بېرته تقاوت کړې، د ۱۹۷۰–۱۹۹۳ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۱۱ ده.

درې الوتکې د ارجنټینا، ۵۲ د ایټالیا، ۲۰ د لیبیا، ۵ د نایجریا، ۶ د سومالیا، ۶ د تایلنډ، ۵ د تونس، ۱ د دوبۍ، ۱۴ د متحده ایالتونو، ۸ د وېنزوېلا او پېرو هوایي ځواکونو تر لاسه کړي.
۵۲ سر تیري او تر ۹۰۰۰ کیلو ګرامه پورې مهمات انتقالولای شي، څلور کسان، پیلوټ، مرستندوی پیلوټ، د مخابرې مسول، د الوتنې انجنیر او د خالي کولو او بار کولو مسلکي کس لپاره ځای لري

اوږدولی : ۲۲.۷۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۸.۷۰ متره
لوړوالی : ۹.۸۰ متره
د وزرو سطحه : ۸۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۴۵۹۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۸۰۰۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو General Electric T64-GE-P4D turboprop, 2,535 kW (3,400 shp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۴۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۷۰۵ فټه

Afghan Air Force C-27A
By Staff Sgt. Markus Maier (U.S. armed forces)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons