Antonov An-2

دافغانستان هوایي ځواک په کال ۱۹۵۷ کې تر ۱۲ زیاتې الوتکې د ټرانسپورټ لپاره پېرلې وې.
په روسۍ ژبه کې د (Annushka or kukuruznik) په نومونو هم یادیږي، ناټو یې د (Colt) په نامه پېژني. د شوروي اتحاد الوتکې دي او د تولید موخه یې په زراعت، صنعت او ټرانسپورت کې کارونه وه. تولید یې (Antonov) شرکت په ۱۹۴۶ کې پیل کړی وو. په هر ډول ځمکې د ناستې او الوتنې وړتیا یې لرله، د کارونې عمر یې ډېر اوږد او ځواکمن ماشین یې لره. ډېرو ملکي خلکو او پوځونو تر ډېرې اوږدې مودې کارولي.
 
د یادو الوتکو مختلف ډولونه تولید شوي او هر ډول یې د مختلفې موخې لپاره کارېدلی لکه د اتوموسفېر د نمونې اخیستنې لپاره ساینسي کارونه، همداسې په بزګرۍ کې د کیمیاوي توکو شیندلو لپاره، په ځنګلونو کې د اور لګېدنې پر وخت د اوبو شیندلو لپاره، د امبولانس په توګه د کارېدنې لپاره ډول، سمندري ډول کومې چې د سمندر له سطحې د الوتنې وړتیا لرله او په سمندر کې ترې د کیشتۍ په توګه کار اخیستل کېدای شو او داسې نور.
 
په کال ۱۹۹۷ کې په (The Peacemaker) فلم کې هم کارېدلي همداسې د (Expendables 2) کې (Barney Ross) ته د تحفې په توګه ورکړل شوې
 
جوړونکی شرکت یې (Antonov) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۴۷کال د اګسټ میاشتې په ۳۱ نېټه کړې، اساسي کارونکي یې (Soviet Union, North Korea, China and many others) وو، د ۱۹۴۷–۲۰۰۱ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر تر ۱۸۰۰۰ زیات ده.
 
پیلوټان : ۱–۲ او ۱۲ کسه سپرلۍ
اوږدوالی : ۱۲.۴ متره
د وزرو پراخوالی : پورتنۍ وزر ۱۸.۲ متره او لاندینی وزر ۱۴.۲ متره
لوړوالی : ۴.۱ متره
د وزرو سطحه : ۷۱.۵۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۳۳۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۵۴۴۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Shvetsov ASh-62IR 9-cylinder supercharged radial engine, 750 kW (1,000 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۵۸ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په دقیقه کې ۷۰۰ فټه

Antonov An-2R on ski Ryabtsev
Antonov An-2R on ski By Sergey Ryabtsev
Antonov An-2 3view
Antonov An-2 By Kaboldy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons