Antonov An-12

افغانستان په ۱۹۸۱ کال کې ۱۲ الوتکې تر لاسه کړې یوه یې د حزب اسلامي یوه غړي چې د خلق او پرچم په نامه د افغانستان هوایي ځواک ته ننوتلی وو پاکستان ته وتښتوله او له ناستې وروسته په کراچۍ کې د پاکستان د هوایي ځواک میوزیم ته انتقال شوه او تر اوسه په یاد میوزیم کې ولاړه ده. نورې لمړۍ په افغانستان کې مجاهدینو او ټالیبانو وېجاړې او بیا د کباړ په توګه پاکستان ته انتقال کړې.
 
نوم یې په روسۍ ژبه (Антонов Ан-12) لیکل کیږي، ناټو یې د (Cub) په نامه پېژني، څلور ماشینه لرونکې د ټرانسپورټ الوتکه ده. مختلف ډولونه لري او د شوروي اتحاد په وخت کې جوړې شوي.
 
جوړونکی شرکت یې (Antonov) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۷ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۶ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۵۹ کال کې پیل شوې، تر اوسه پورې کاریږي، اساسي کارونکي یې (Belarus Air Force, Aeroflot and PLA Air Force) دي، د ۱۹۵۷–۱۹۷۳ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۲۴۸ ده او د طرحې بنسټ یې له (Antonov An-10) الوتکې اخیستل شوی.
 
افغانستان، انګولا، ازربایجان، اېرېتریا، اېتوپیا او لسګونو نورو هېوادونو د پوځي موخې لپاره ډول ترلاسه کړی وو.
فرانسې، بیلاو روس، مکسیکو، روسې، تایلنډ، یوکراین، متحده ایالتونو، انګولا، بلغاریا، چین، مصر، ارمنستان، ګینیا، غانا، عراق، فلپاین، پولنډ، سېربیا، سریلنکا دملکي کارونې لپاره د یادو الوتکو ډول تر لاسه کړی وو.
 
د پنځه کسانو لپاره یې ځای لره په دې کې دوه پیلوټان، د الوتنې انجینیر، لار موندوکی، د مخابرې مسلکي کس
اوږدوالی : ۳۳.۱۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۳۸ متره
لوړوالی : ۱۰.۵۳ متره
د وزرو سطحه : ۱۲۱.۷ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۸۰۰۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۶۱۰۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : څلور ماشینونه او هر یو Ivchenko AI-20L or AI-20M turboprops, 4,000 ehp (3,000 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۷۷۷ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۹۶۰ فټه
وسله : دوه ۲۳ اېم اېم (Nudelman-Rikhter NR-23 cannons) ماشیندارې
Antonov An-12BK, Russia - Air Force AN1879625
Antonov An-12BK, Russia – Air Force AN1879625 By Igor Dvurekov

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons