Antonov An-14

د افغانستان هوایي ځواک له ۱۹۸۵ کال څخه دولس انتوانوف اې اېن – ۱۴ لرلې. په روسۍ ژبه کې ورته (Пчелка) نوم اخلي او مانا یې د شاتو وړه مچۍ ده، ناټو یې د (Clod) په نامه پېژني، د شوروي اتحاد د دواړو ملکي او پوځي موخو لپاره الوتکه ده. په ۱۹۶۶ کال کې یې تولید پیل شو او تر ۱۹۷۲ کال پورې ټولې ۳۳۲ الوتکې تولید شوې وې. د دې الوتکو ځای وروسته (Antonov An-28) الوتکو ونیوه کومې چې تر اوسه په (PZL Mielec factories in Poland) کې تولیدیږي. که د هرې الوتکې پیلوټ ته څو ساعته روزنه ورکړل شي نو انتوانوف اې اېن – ۱۴ الوتکه الوزولی شي په ټوله نړۍ کې یو څو انتوانوف تر اوسه په ښه حالت کې پاتي او کاریږي.
 
جوړونکی شرکت یې (Antonov) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۸ کال د مارچ په ۱۵ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۶۶ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force, Aeroflot, Afghan Air Force and East German Air Force) وو، د ۱۹۶۶–۱۹۷۲ کلونو ترمنځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۳۳۲ ده. د افغانستا، بلغاریا، لوېدیځې جرمني، منګولیا، ګینیا، یوګوسلاویا او شوروي اتحاد هوایي ځواکونو کارولي.
 
پیلوټانه : دوه او تر شپږ کسانو پورې سپرلۍ
اوږدوالی : ۱۱.۳۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۱.۹۹ متره
لوړوالی : ۴.۶۳ متره
د وزرو سطحه : ۳۹.۷۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۲۶۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۳۴۵۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۶۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Ivchenko AI-14RF air-cooled radial engines, 224 kW (300 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۱۰ کیلو متره
د ناستې لپاره سرعت : په ساعت کې ۸۰ کیلو متره

Preserved An-14
Preserved An-14 By Dmitry A. Mottl
01 Red Antonov An.14A Russian Air Force (7985634953)
01 Red Antonov An.14A Russian Air Force By aeroprints.com
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons