Antonov An-24

افغانستان له ۱۹۷۵کال څخه د ملکي موخې لپاره ۶ الوتکې تر لاسه کړې وې. په روسۍ ژبه کې یې نوم (Антонов Ан-24) لیکل کیږي، ناټو یې د (Coke) په نامه پېژني، د دوه ماشینو لرونکې او د ۴۴ سپرلېو لپاره الوتکه ده کومه چې په ۱۹۵۷ کې د انتوانوف شرکت طرحه کړې او (Kiev, Irkutsk and Ulan-Ude Aviation Factories) شرکتونو په ګډه جوړه کړې. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۹کال داکتوبر په ۲۹ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۶۲ کې پیل شوې تر اوسه پورې کاریږي، اساسي کارونکي یې (Aeroflot, Soviet Air Force and PLA Air Force) دي، د ۱۹۵۹–۱۹۷۹ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۳۶۷ ده.
 
شمالي کوریا، روسې، یوکراین، افغانستان، انګولا، الجیریا، ارمنستان، ازربایجان، بنګله دېش، بلغاریا، کمبوډیا، چین، کونګو، کیوبا، د چک جمهوریت، جرمني، مصر، جورجیا، هنګري، ایران، عراق، قزاقستان، لاووس، لیتوانیا، مالي، موډووا، مزمبق، نیکارګوا، پولنډ، رومانیا، سلواکیا، سومالیا، سوډان، سوریې، ترکمنستان، ازبکستان، وېتنام لرلې.
اوږدوالی : ۵۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۹.۲ متره
لوړوالی : ۸.۳۲ متره
د وزرو سطحه : ۷۴.۹۷ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۳۳۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۱۰۰۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Ivchenko AI-24 Turboprop engines, 1,902 kW (2,550 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۵۰ کیلو متره

Antonow an-24
Antonow an-24 By Elke Wetzig
Polet Antonov An-24 Pichugin-2
Polet Antonov An-24 Pichugin-2 By Dmitriy Pichugin
Antonov An-24 3view
Antonov An-24 3view By Kaboldy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons