Yakovlev Yak-18

افغانستان له ۱۹۵۷ کال څخه ۱۴ الوتکې د پیلوټانو د روزنې لپاره ترلاسه کړې وې.
په روسۍ ژبه یې نوم (Яковлев Як-18) لیکل کیږي، ناټو یې د (Max) په نامه پېژني. د شوروي اتحاد د دوه پیلوټانو لپاره د روزنې الوتکه وه. یادې الوتکې په چین کې هم د (Nanchang CJ-5) په نامه تولیدېدلې.
 
جوړونکی شرکت یې (Yakovlev) دی، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۴۶ کې کړې، کارونه یې هم په ۱۹۴۶ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force, DOSAAF, People’s Liberation Army Air Force and Polish Air Force) وو او د ټولو تولید شوو شمېر مالوم نه دی. د افغانستان، البانیا، الجیریا، ارمنستان، بلغاریا، کمبودیا، چین، زیکوسلواکیا، لوېدیځې جرمني، مصر، ګینیا، هنګري، عراق، لاووس، مالي، منګولیا، شمالي کوریا، پولنډ، رومانیا، سومالیا، سوریې، ترکمنستان، وېتنام، یمن او زامبیا هوایي ځواکونو کارولي.
 
پیلوټان : یو محصل پیلوټ او یو روزنکی
اوږدوالی : ۸.۳۵ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۶۰ متره
لوړوالی : ۳.۳۵ متره
د وزرو سطحه : ۱۷.۸ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۰۲۵ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۳۲۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Ivchenko AI-14RF radial, 224 kW (300 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۰۰ کیلو متره
Jak-18 Góraszka 2008 2
Picture By konflikty.pl

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons