Commercial fishing – سوداګریزه کب نیونه

په مارکېټ کې د پلورلو لپاره د کب نیونه، د سمندري خوړو راویستنه، او هر ډول نورسمندري، د سیندونو او جهیلونو سرچینې.
له ډېر پخوا انسانان کب نیونه کوي. د ماقبل تاریخ د وخت د نړۍ په ډېرو ساحلي سیمو کې د چین، جاپان، پېرو، برازیل او پرتګال په شمول د حلزون غورزول شوي انبارونه موندل شوي. دغه انبارونه د اشپزخانې د وړې غونډۍ (kitchen middens) په نامه یادیږي چې په دنمارکي کې ورته (køkkenmødding) وایي او ښیي چې پخوا د انسانانو خوړو کې حلزون یا د نرمې تنې حیوانات هم شامل وو.

د لرغون پوهنې شواهد ښي چې وروسته انسانانو د کب نیونه په جال او دام کې زده کړه. په لومړیو وختو کې د کب نیونه په سیندونو او جهلیونو کې محدوده وه خو چې کله د کب نیونې اوزارو او د کیشتیو په تخنیک کې نوښت رامنځته شو انسانانو په ساحلي سیمو کې هم د کب نیونه پېل کړه. ډېر وخت په سمندر کې کب نیونه په هغو ځایونو کې شوې چېرته چې سمندري بوټي پرېمانه وو ځکه چې انسانانو دغه بوټي د خوړو په توګه کارول. د تاریخ په اوږدو کې د کب نیونې ټکنالوژۍ پر مختګ کړی. د کب نیونې اوزار پېچلي شو، سمندري بېړۍ غټې شوې. په اوسمهال کې کب نیونه پرته له هغو اوبو کې چې قانون کب نیونه پکې منع کړې وي، د مرګ خطر لري، او یا ډېر له حده زېاتې ژورې وي نور د نړۍ په هر ډول اوبو کې کیږي. کب نیونه په ساده اوزارو هم کیږي خو په ډېرو پرمختللو پېچلو او میکانیزه شوو اوزارو هم تر سره کیږي. 


له سمندر څخه حیوانات او بوټي دواړه راوېستل کیږي او نیول کیږي. په سمندر کې دوه ډوله کبان نیول کیږي: (demersal) چې د اوبو په لاندې برخه یا لاندې برخې سره نږدې او یا هم د اوبو په منځ کې وي، او بل ډول (pelagic) هغه کبان چې په پراخه سمندر کې د اوبو سطې سره نږدې ژوند کوي. له دې پرته په سمندر کې نور اوبلن ژوي چې کب نیونکي ېې نیسي: قشرې: چنګاښ، اوبلن ملخ، حلزون او داسې نور … دي. له دې پرته ځنې تی لرونکي لکه نهنګ، په سینه څښېدونکي لکه ماران او تمساح، ذوحیاتین لکه چونګښې، د چونجیانو ډېر ډولونه او سفنجونه هم شامل دي.

له تازه اوسمندري اوبو تر ټولو با ارزښته بوټی الجي (algae) لاسته راوړل کیږي. د دې بوټي د رېبلو لپاره انسانان لاندې د سمندر تل ته کوزیږي او یا ېې په ساحلونو کې پېدا کوي. الجي بوټي یوازې د انسانانو لپاره خواړه ندي بلکې مهم ایکولوژيک رول لري: د سرې په توګه کاریږي، د څارویو خواړه چمتو کوي او د ډېرو صنعتونو لپاره خام مواد ګڼل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons