Bremerhaven – بریمر هافن

د جرمني په شمال کې د جرمني ایالت ده. د وېسر ایسټوري (Weser estuary) په شرق کې د ګیسټ سیند (Geest River) په دواړو غاړو کې پروت ده. د درې ښارونو په یوځای کولو سره له دې ایالت څخه یوه ښاروالۍ جوړه شوې. په کال ۱۸۲۷کې د دې ایالت ښاروال دلته د برېمېن بندر (Bremen port) تاسیس کړ. لېهې (Lehe) چې له منځنیو پېړیو په همدې نوم پېژندل کیږي په کال ۱۹۲۰ کې د ښار په توګه وپېژندل شو او په کال ۱۹۲۴ کې له ګیسټي منډ (Geestemünde) سره یو ځای شو او دواړو ته د وېسر منډ (Wesermünde) نوم ورکړل شو او له پراخېدو سره په کال ۱۹۳۹ کې برمرهافن (Bremerhaven) هم له دې ښارو سره په تشکیلاتو کې یو شو او بلاخره درېواړو ښارونو ته په کال ۱۹۴۷ کې د برېمېن (Bremen) نوم ورکړل شو خو وروسته خلکو بېرته د برمر هافن (Bremerhaven) په نامه یاد کړ.
 
په کال ۱۸۳۰کله چې په دې سیمه کې د پروس سیمه (Prussian territory)په محدودېدو شوه او نو د ډاک خلک (docks)دغې سیمه کې خپاره شول او زوړ بندر پکې بیا ځلې خلاص شو او په کال ۱۸۵۷ کې برمر هافن د جرمني تر ټول لوی د کب نیونې بندر وګرځېد. د مسافرو لپاره تر ټول لوی بندر (Columbus Quay)شو. اوسمهال دغه بندر او د وارداتو او صادراتو، کانتینرونو، موټرو انتقال لپاره کاریږي. د دوېمې نړېوالې جګړې پر مهال د ښار مرکز وران شو خو وروسته له جګړې د (Columbus Quay)د دې لامل شو چې په دې ښار کې سوداګریز سیستم بېرته فعال شي.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons