سمنډول – Asparagus

سمنډول د اسپاراګ اسیای کورنۍ  (family Asparagaceae) نسل ده. مخکې د لیلینسیای په کورنۍ (formerly in Liliaceae) کې ډلبندي شوی وو. تر ۲۰۰ ډېر ډولونه لري. د ډېرو ډولونو اصلي ځای ېې سایبیریا او جنوبي افریقا ده.
 
د (Asparagus officinalis) ډول ېې د ډنډرو د خوړو لپاره کرل کیږي او ځینې افریقایي ډولونه ېې یوازې د ښکلا بوټي ګڼل کیږي. ډېر ډولونه ېې په یوه بوټي کې د نر او ښځې ګل لرونکي (dioecious) دی. د روم له دورې څخه تر اوسه پورې د تازه سلات په توګه له خوړو سره خوړل کیږي او یا پخیږي او خوړل کیږي.
 
په ۲۰۱۱ کال کې تر ټولو زېات چین، مکسیکو، پېرو، جرمني او تایلنډ کرلي وو. په ډېره نرمه، ژوره، رڼا لرونکې، د عضوي توکو لرونکې خاوره کې کرل کیږي. ډېر په مالګه لرونکې خاوره کې ښه وده کوي خو تېزاب لرونکې خاوره ېې د ودې مخه نیسي.
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons