Asafetida – اسافتیدا

د ژاولې په څېر د بوټي شیره ده چې په ایران او هند کې ېې خلک د خوړو د معطره کولو لپاره کاروي. په ایران کې ورته انقوزه هم وایي. ډېر وخت په کوفته، په تروشو یا وحشي بادرنګو کې (pickles) او کړایي شوې قورمه کې اچول کیږي. اروپایان او امریکایان ېې په عطرو کې کاروي او هغو خوړو کې چې خوند ېې ډېر بد او تریخ وي اضافه کوي. دا توکي د پیاز په څېر تېز بوي لري. د بوی د تېزوالي وجه ېې په دې توکو کې د سلفر ترکیبونه دي. د (Ferula foetida) په نامه له وبوټي لاسته راوړل کیږي. د دې بوټي کورنۍ په دوه نومونو (Apiaceae, Umbelliferae) پېژندل کیږي. ټول بوټي د سبزي په توګه پخیږي خو له ساقې اخیستل شوې شیره ېې د همدې توکو جوړولو لپاره ساتل کیږي. د اسافتیدا د جوړولو لپاره دا بوټی څلور کاله پرېښودل کیږي تر څو تر دوه متره پورې وده وکړي او له دې وروسته ېې ساقه له ریښو سره نږدې پرې کیږي، کله چې پرې شي له ساقې یو ډول شیره تویږي. دغه تویدونکې شیره اسافتیدا ده چې اول ېې رنګ سپین وي، وروسته ګلابي او بلاخره چې کله کلکه شي سور رنګه نصواري شکل ته بدلیږي.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons