Arugula – اېرو ګولا سابه

د (Eruca vesicaria sativa) فرعي ډول ده. په انګریزي کې د (roquette, salad rocket, garden rocket, or rugula) نومونو باندې هم یادیږي. د شړشمو د کورنۍ شنه دي او دغه کورنۍ د براسيک اسیای (Brassicaceae) په نامه یادیږي. د دې سابو ترخې پاڼې د خوړ وړ دي. اصلي ځای ېې د مدیترانې سیمې دي. د جنوبي اروپا په ډېرو برخو کې د سلات په توګه شنه او خام خوړل کیږي. د کلسیم، وسپنې، ویټیامین اې، سي او کې سرچینه ګڼل کیږي. په اول کې واړه ګلان کوي، وړې پاڼې ېې ښه بوي لري او په پسرلي یا د مني پېل کې رېبل کیږي. د پسرلي پاڼې ډېرې ترخې وي ځکه چې پاڼې ډېرې ژر وده کوي. اېروګولا سابه تر۷۰ سانتي متره پورې لوړېدای شي. یو ډول تخم کوی چې تخم ېې د (siliques) په نامه یادیږي او له دې تخم څخه تېل جوړیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons