فیلیپ ډنفورت ارمور – Philip Danforth Armour

د مې په ۱۶ نېټه، کال ۱۸۳۲، د امریکا د نیویارک په سټاک برېج کې زېږېدلی او د جنوري په ۶ نېټه، کال ۱۹۰۱، د شیکاګو په ایلینواز سیمه کې مړ شوی.
دامریکا منتظم او نوښتګر وو او د هغه (Armour& Company) دواړو پراخو کمپنیو د شیکاګو له ښار سره مرسته وکړه چې د نړۍ تر ټولو لوی د غوښې بندونې، بنډل کوونې یا بسته بندۍ مرکز شي.

په کال ۱۸۶۳ کې ارمور خپله لومړۍ شتمنۍ په کلیفورنیا کې د کانونو په فعالیتونو کې پېدا کړه، وروسته ېې ، دغلې اخستنه خرڅونه پېل کړه او په (Milwaukee) کې ېې د غوښې د بسته بندۍ یا بندولو کار پېل کړ. د ۱۸۶۱–۶۵ کلونو تر منځ کله چې امریکا کې کورنۍ جګړه وه ارمور خوګ په ډېر ارزانه اخیسته او بېرته ېې نیویارک کې په ښه قیمت خرڅول او د کورنۍ جګړې تر پایه ېې دوه میلیونه ډالر ګټلي وو. له دې وروسته ېې د خپل ورور (Herman Ossian Armour) دغلې په سوداګرۍ کې ځان ورګډ کړ او په کال ۱۸۶۸کې ېې دې ځای کې د خوګ د غوښې د بسته بندۍ ځای جوړ کړ. په همدې لسیزه کې د دې کورنۍ شتمنۍ ټوله په شیکاګو کې وه او په کال ۱۸۷۵ کې ارمور د شرکت مشري په غاړه واخیسته. او دغلته ېې خلک د قصابۍ له نوې طریقو سره اشنا کړل لکه په قطیو کې ساتل شوې غوښې خوړل. کله چې په ۱۸۸۰ لسیزه کې یخچالونه راووتل نو ارمور د غوښې واردات نورو ښارونو او اروپا ته پېل کړل. د ژوند په اخرو کلونو کې ېې له خپلې سرماېې یوازې ۵۰ میلیونه ډالر د خیریه چارو لپاره وکارولې. په شیکا ګو کې ېې: په کال ۱۸۹۰ کې ( Illinois Institute of Technology) تاسیس کړ او په کال ۱۸۸۶ کې د ورور نه پاتې میراث باندې پانګوونه وکړه. کله چې مړ شو د ارمور شرکت مشري ېې زوی (Jonathan Ogden Armour) ته ورپغاړه شوه او د نړی د غوښې د بسته بندۍ تر ټولو لوی شرکت ېې ځنې جوړ کړ.د ارمور زوی په کال ۱۹۲۳ کې تقاوت شو او په کال ۱۹۷۰ کې دا شرکت وپلورل شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons