Crab – کوني کبر یا چنګاښ

ټول د لنډې لکۍ چنګاښونه دي په ځانګړې توګه براکیورن (brachyurans). په دیکاپوډا ډله (order Decapoda) او ارتروپوډا فیلوم (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي. براکیورن د چنګاښ کورنۍ براکیورا انفرا ډله (infraorder Brachyura) ده چې ریښتینی چنګاښ ګڼل کیږي خو له دې پرته انوموران (anomurans) شکلونه هم پکې شامل دي، انوموران د انومورا فرعي ډله (suborder Anomura) ده. انفرا ډله په ډلبندۍ کې له فرعي ډلې لاندې ډلې ته وایي. تر اوسه یې ۱۰۰۰۰ ډولونه مطالعه شوي. کوني کبر چنګاښ په سمندر، تازه اوبو کې او په ځمکه ژوند کوي. د پښو لمړۍ جوړه یې په پنسونو بدلیږي، کاراپاس یا ساتونکی کاسه یې پراخه وي. ډېر په سمندر کې ژوند کوي حتی هغه چې د ګرمو سیمو په ځمکه کې ژوند کوونکي دي سمندر ته کوزیږي او ډېری یې خپله لاروال دوره په سمندر کې تېروي.

Vernal crab from the Belgian coastal waters on board of RV Belgica By Hans Hillewaert

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons