Crayfish – د خوږو اوبو چنګاښ یا ازغن چنګاښ

په انګرېزۍ کې ورته (crawfish or crawdad) نومونه هم اخلي. مختلف ډوله چنګاښونه دي چې د دیکاپوډا ډله (order Decapoda) او د ارتروپوډا فیلوم (phylum Arthropoda) کې ډلبندي شوي. درې کورنۍ جوړوي چې یوه د شمالي نیمې کرې کورنۍ ده او د استاسیدای کورنۍ (families Astacidae) په نامه یادیږي اودوه نورې د جنوبي نیمې کرې کورنۍ دي چې د پاراستاسیدای کورنۍ (family Parastacidae) او اوسترواستراسیدای کورنۍ (family Austroastracidae) په نامه یادیږي. تقریبا ۵۰۰ ډولونه لري چې تر نیم زېات یې په شمالي امریکا کې ژوند کوي. او ډیری یې په تازه اوبو کې ژوند کونکي دي خو یو څو ډوله یې په مالګینو اوبو کې هم شته دي.
 
دخوږو اوبو چنګاښ په برخو وېشل شوی بدن (segmented body) لري، د بدن رنګ یې زېړ بخن شګو ته ورته، شین، سور او یا تېز نصواري وي. تېره اوربوز یا پوز او ترکیبي سترګې لري. د بدن بهرنۍ پوښ (exoskeleton) یې نری خو کلک ده، پنځه جوړه پښې لري چې لمړۍ جوړه یې پنسونه دي کومو ته چې کیلای (chelae) نوم اخلي. خپلې پښې د لامبو وهلو لپاره او د اوبو د تاوولو لپاره کاروي تر څو ساه واخلي.
 
د بدن کچه یې توپیر لري خو د ډېرو اوږدوالی تر ۷.۵ سانتي متره (۳ انچه) پورې وي، تر ټولو واړه یې د کامبرېلوس دیمینوتوس (Cambarellus diminutus) په نامه دي چې تر ۲.۵ سانتي متره پورې اوږدیږي او تر ټولو غټ یې د استاکوپسیس ګولدي (Astacopsis gouldi) په نامه دي چې تر ۴۰ سانتي متره پورې اوږدوالی او تر ۳.۵ کیلو ګرامه پورې وزن لري.
 
د خوږو اوبو چنګاښ په سیندونو او بندونو کې پرېمانه پیدا کیږي چې ډېر وخت خپل ځان د ډبرو او یا نورو توکو لاندې پټوي. په شپه کې تر هر وخت ډېر فعال وي. خواړه یې چونجیان، حلزون، د حشرو لاروای بچیان، د دوه ژواکو یا ذوحیاتین بچیان دي خو ځینې یې په شنو ځان تغذیه کوي. د جنسي نزدیکت موده یې په مني کې ده او په پسرلي کې هګۍ کوي. هګۍ یې د ښځې په خیټه پورې نښتې وي چې له پنځه تر اته اونیو پورې په بچیانو بدلیږي او بچیان یې د څو اونیو لپاره له خپلې مور سره پاتې کیږي. جنسي بلوغ ته له څو میاشتو تر څو کلنو پورې موده کې رسیږي چې هر ډول کې توپیر لري. په هر ډول کې عمر کول توپیر لري چې له یو کال تر ۲۰ کلو پورې ژوندي پاتې کېدای شي.
Pet-crayfish-(Clippy-II)-in-freshwater-aquarium-with-apple-snail
A pet crayfish named Clippy II and an apple snail in a freshwater home aquarium By Joseph Stansbury Rosin

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons