East African springhare – د ختیځې افریقا کانګارو سوی

د ډول علمي نوم یې (Pedetes surdaster) ده. له سوی سره کوم نږدې تړاو نلري. په پېدې تیدای کورنۍ (family Pedetidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په ۱۹۹۷ کې ماتي او روبینسن د سوېلې افریقا له کنګرو څخه د مورفولوجیکي، جنتیک او ایتولوجیکي مالوماتو پر بنسټ جلا ډول وګڼه. په ۲۰۰۵ کې (Dieterlen) هم تصدیق کړ. په کینیا تانزانیا او یوګاندا کې پیدا کیږي. تنه یې کانګرو ته او سر یې سوی ته ورته والی لري. لک غوږونه لري او په خپلو وروستیو پښو تر دوه متره پورې ټوپ وهلای شي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی ده او ورځ په خپلو سمڅو کې تېروي. خواړه یې د بوټو شنې برخې، ریښې او ډېر کم وخت حشرې دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله انومالیورومورفا
کورنۍ پېدې تیدای
نسل پېدېتس
Pedetes surdaster, Amboseli NP, Kenya
East African springhare Pedetes surdaster, on night safari trip, Amboseli NP, Kenya. Photo by Laika ac from USA

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons