South African springhare – د سوېلې افریقا کنګارو سوی

د ډول علمي نوم یې (Pedetes capensis) ده. له سوی سره کوم نږدې تړاو نلري خو تنه یې کانګرو ته او سر یې سوی ته ورته والی لري. په پېدې تیدای کورنۍ (family Pedetidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په سوېلې افریقا کې پیدا کیږي. د تېښتې پر وخت تر دوه متره پورې ټوپ وهلای شي. له خپلو غارونو بهر په وروستیو پښو تګ کوي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی ده. د بدن رنګ یې له سور رنګه نسواري تر کم رنګه زېړ پورې وي. خواړه یې د بوټو شنې برخې، ریښې او حشرې دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله انومالیورومورفا
کورنۍ پېدې تیدای
نسل پېدېتس
Spring Hare (Pedetes capensis) (6042009463)
Spring Hare (Pedetes capensis). Photo by Bernard DUPONT from FRANCE

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons