Jean-Baptiste Donatien de Vimeur, comte de Rochambeau – د وېمور جان باپتیست

مارشال جاب باپتیست د ۱۷۲۵ کال، د جولای په ۱ نېټه، د فرانسې د اورلیانیس په ویندوم سیمه کې زېږېدلی او د ۱۸۰۷ کال، د مې په ۱۰ نېټه، په ۸۱ کلنۍ کې، د فرانسې په تورې لوار کې مړ شوی. د فرانسې اشراف او د پوځ جنرال وو. په ۱۷۸۱ کال کې، د امریکايي انقلاب دوران کې یې د متحده ایالتونو له پوځ سره په یارک ټاون کې مرسته وکړه چې د انګریزانو پوځ ته ماته ورکړي.

جان باپتیست د اورلیانېس ولایت په وینډوم کې زیږېدلی د بلوا په (Jesuit college) کې یې زده کړې کړي. کله یې چې مشر ورور مړ شو نو په اس سپاره د پوځ کنډک کې یې دنده پیل کړه او بوهیمیا او باوریا سیمه کې یې خدمت ته ادامه ورکړه. په ۱۷۴۷ کې یې د ډګروال رتبه لرله. په کال ۱۷۴۸ کې یې په (Siege of Maastricht) جګړه کې ونډه واخیسته. په کال ۱۷۴۹ کې د وینډوم والي شو. په کال ۱۷۵۶ کې یې د مینورکا په جګړه کې ونډه واخیسته او د خپلو لاسته راوړنو پایله کې یې رتبه برید جنرال ته لوړه شوه. په کال ۱۷۵۸ کې یې د جرمني ضد په کرېفېل او کلوسټر کمپ جګړو کې ونډه واخیسته او په دې جګړو کې څو ځلې ټپي شو.

په ۱۷۸۰ کې یې د ځانګړی پوځي ماموریت (Expédition Particulière) په نامه د ماموریت قومندان وټاکل شو او رتبه یې هم ډګر جنرال ته لوړه شوه او له ۷۰۰۰ فرانسوي پوځیانو سره امریکا ته ولیږل شو تر څو له جورج واشنګټن سره د امریکایي انقلاب په جګړه کې مرسته وکړي. د پوځ کم شمېر زړه نا زړه کړی وو چې د یاد ماموریت مشري په غاړه واخلي. د همدې کال د جولای په ۱۰ نېټه د روډ ټاپو نیو پورټ ته ورسېده. په دې سیمه کې تر یو کال پورې پاتې شو او له یو کال وروسته یې د ۱۷۸۱ کال د جولای کې د نیویارک د هډسن سیند په لور وخوځید تر څو جورج واشنګټن سره په جګړه کې برخه واخلي. د جان باپتیست او جورج واشنګټن پوځونه د لفایت له مارکیز سره یو ځای شول او پای کې یې د انګریزانو د پوځ جنرال لارډ کارنوالیز ته د اکتوبر په ۱۹ ماته ورکړه.

کله چې بېرته فرانسې ته را وګرځید د فرانسې پاچا شپاړسم لویي د پیکاردي ولایت والي کړ. په ۱۷۸۹ کې او د ۱۷۹۱ کال د ډسمبر په ۲۸ یې د پاچا ضد د فرانسې د انقلاب ملاتړ وکړ. د ۱۷۹۳–۹۴ کلونو ترمنځ د ویرې یا ترهګرۍ د واکمنۍ (Reign of Terror) پر مهال ونیول شو خو په ډېره زیاته خوارۍ له اعدام کېدو وژغورل شو او بلاخره د ناپلیون وخت کې ناپلیون تقاوت ورکړ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons