The Plain – لا پلېن

په فرانسوي کې ( La Plaine) لیکل کیږي، په انګرېزۍ کې یې بل نوم (The Marsh) دی او په فرانسوۍ کې (Le Marais) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب په دور کې په ملي کنوانسیون کې سیاسي ډله وه، غړو ته یې (Maraisards) نوم کارېده. د (Girondist) ښي اړخو او د (Montagnards) کیڼ اړخو ترمنځ کیناستل. درېواړه کوم منظم سیاسي تنظیمونه نه وو. کیڼ اړخو او ښي اړخو دواړو ورته نظرونه او اجنډا لرله او په ګډه به یې سیاسي پلانونه همغږي کول. د کیڼ اړخو او ښي اړخو ترمنځ (The Plain) ډله له دواړو ډلو سره توپیر لرونکې او بې نظمه وه که به چېرې رایه هم د یو څه لپاره ورکول کېده نو (The Plain) به یا د (Girondist) سره خپله رایه کاروله او یا به یې له (Montagnards) رایه کاروله د رایې کارونې تړاو به یې له سیاسي پلان او د دوي نظر سره تړاو لره. په بنسټیزه توګه یې د (Girondist) ملاتړ کوه خو وروسته چې کله د فرانسې پاچا اعدام کېده د اعدام د ملاتړ لپاره یې د (Montagnards) ملاتړ وکړ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons