Taille – تای

د فرانسې په پخواني رژیم کې له بزګرو څخه په مستقیمه توګه اخیستل کېدونکې مالیه وه. مالیه یې د کور په سر او ځمکې ته په کتو ترې اخیستل کېده. په پیل کې تای اضافي مالیه وه او کله به چې سلطنتي بودیجه کې کمی راغی نو د پاچایي پر مخ وړلو لپاره به اضافي مالیه له بزګرو را ټولیده خو په ۱۴۳۹ کې دا مالیه دایمي شوه او د دایمي کېدو لامل یې د فرانسې او انګلستان ترمنځ د سلو کالو جګړه وه. موخه یې فرانسه کې د معیاري پوځ جوړونه او د دې پوځ حمایه وه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons