Alessandro Volta – الېسندرو ولتا

د ۱۷۴۵ کال، د فیبرورۍ په ۱۸ نېټه، د میلان په ډچي کې زېږېدلی او د ۸۲ کلنۍ په عمر د ۱۸۲۷ کال، د مارچ میاشتې په ۵ نېټه، د اتریش دامپراتورۍ د لومبارډي وېنېسیا په کومو کې مړ شوی. د ایټالیا فزیک پوه، کیمیا پوه او د ځواک او برېښنا مخکښ وو. د برېښنایي حجرې مخترع او د میتان، ولټ، ولټېج، ولټ متر کشف کوونکی دی. د خپلو چارو له امله یې درې جایزې هم ګټلي. د برېښنایي بالتۍ اختراع او د میتان کشف له امله یې نړیوال شهرت ومونده. په کال ۱۷۹۹ کې یې ولټایک پایل (لمړنۍ برېښنایي بالتۍ) اختراع کړې او د خپلو چارو پایله یې په ۱۸۰۰ کال کې د رویال ټولنې ریس ته په دوه لیکونو کې واستوله. په خپلې اختراع ولټا دا ثابته کړه چې برېښنا په کیمیاوي توګه هم تولیدیدای شي او په دې چارې سره یې هغه دودیزه تیوري منسوخه کړه چې ګمان کېده یوازې ژوندي برېښنا تولیدوي. د ولټا له اختراع وروسته نورو ساینس پوهانو هم هڅې پیل کړې چې ورته تجربې وکړي د هڅو پایله کې د الیکټرو کیمیسټري یا برېښنایي کیمیا څانګه رامنځته شوه.
 
د فرانسې ناپلیون بوناپارټ یې هم د چارو ستاینه وکړه او ولټا ته یې بلنه ورکړه چې فرانسې ته ولاړ شي او په فرانس انسټیټیوټ کې د انسټیټیوټ غړو ته خپله اختراع تشرېح کړي. د ژوند په اوږدو کې د وخت ډېرو امپراتورانو هم بلنه ورکړې، د چارو ستاینه یې کړې او په سوغاتونو او مرستو یې نازولی. ولټا تقریبا ۴۰ کاله د تجربوي فزیک استاد وو او د پاویا پوهنتون کې یې تدریس کوه.
په بېټرۍ کې یې دوه ایلیکټرو کوډونه دي یو د زینک او بل د مس دی. ایلیکټرولیټ یې سلفریک اسید دي او له اوبو یا له مالیګینو اوبو سره مخلوط شوي. ایلیکټرو لیټ یې په 2H+ او SO42− شکل کې دی، له زینګ کېشن Zn2+ سره اوکسیډایز شوی، ایلیکټرون پیدا کوي او د مس ایلیکټروکوډ ته درومي، د هایډروجن ایون مثبت چارج لرونکی هایډروجن ایون (پروتونونه) د مس له الیکټروکوډ څخه ایلیکټرون رانیسي او د هایډروجن ګاز H2 جوړوي. دا د زینک له راډ څخه منفي ایلیکټروکوډ جوړوي او د مس له راډ څخه مثبت ایلیکټروکوډ جوړوي او که چېرې وصل شي نو برېښنایي جریان رامنځته کیږي.

زینک

Zn  Zn2+ + 2e

سلفریک اسید

2H+ + 2e  H2
Voltaic pile
A copper-zinc voltaic pile. Image by Borbrav, svg version by Luigi Chiesa

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons