Zollverein – د جرمني ګمرکي اتحادیه

په انګرېزۍ کې یې مانا (German Customs Union) ده او په پښتو کې یې مانا د جرمني ګمرکي اتحادیه ده. د جرمني د ایالتونو ترمنځ په صادراتو او وارداتو باندې د مالیې لپاره ائتلاف او موخه یې په خپلو ایالتونو کې د اقتصادي پالیسي کنټرول وو. په ۱۸۳۳ کال کې د (Zollverein) په نامه تړون لاسلیک شو او د ۱۸۳۴ کال د جنوري په ۱ نېټه پلي شو. د تړون په طرحه باند له ۱۸۱۸ کال څخه کار پیل شوی وو. تر ۱۸۶۶ کال پورې د جرمني تقریبا ټول ایالتونه د ائتلاف غړي شوي وو. په تاریخ کې لمړی داسې ائتلاف دی چې له فدرالي سیستم پرته یو ایالت خپلې اقتصادي سرچینې کارولي.
 
په لمړي ګام کې د پروسیا پاچايي د دې ائتلاف رامنځته کوونکې وه او مشري یې په غاړه لرله، اتریش له دې ائتلاف څخه ووېستل شو او لامل یې په اتریش کې د شهزاده (Prince von Metternich) له ائتلاف سره مخالفت وو دوېم لامل یې د خپل صنعت بې کچې ساتنه یا محافظت وو. په ۱۸۶۷ کې ځینې نور هیوادونه هم د دې ائتلاف غړي شو په دې کې سویډن او ناروې هم شامل دي. په ۱۸۷۱ کې جرمني امپراتوري جوړه کړه او امپراتوري یې د ائتلاف کنټرول په لاس کې واخیست. د امپراتورۍ له جوړېدو وروسته هم ورسره ځینې هیوادونه چې د امپراتوري برخه نه وه متحد پاتې شول یوه بېلګه یې لوګزامبورګ دی کوم چې تر ۱۹۱۹ پورې د ائتلاف غړی وو خو د امپراتورۍ برخه نه وه.
 
په ۱۷۹۰ لسیزه کې د مرکزي اروپا د رومان امپراتوري په هغو برخو کې چې ژبه یې جرمني وه خپله کې د واټن له امله تقریبا ۱۸۰۰ ګمرکي خنډونه رامنځته کړي وو. دا خنډونه یوازې د ایالتونو او پروسیا ترمنځ نه وو بلکې په خپله د پروسیا ایالت په داخل کې هم موجود وو. د ۱۹ پېړۍ په پیل کې لویه ستونزه تر ۶۷ زیات سیمه ایز ماليات او د سوداګرۍ لپاره بې شماره پولې وې. د بېلګې په توګه که چېرې به یو سوداګر له کونیګزبرګ څخه د جرمني کولن ښار ته سوداګریز توکي وړل نو تر ۸۰ ځلې به یې زیات مالیات ورکول او همداسې بې شماره ځلې سوداګریز توکي کتل کېدل. هر ځلې به چې ګمرک توکي کتل نو وخت به پرې ضایع کېده او همداسې به په ډېر ځنډ سوداګریز توکي تر مارکیټ پورې رسېدل. له دې چارې سره به د سوداګر ګټه کمېدله او په ورته وخت کې به د توکو قیمت هم لوړېده. د دې ائتلاف موخه د ائتلاف ترمنځ ازاده سوداګري رامنځته کول وو.
 
کله چې فرانسې دوېم ائتلاف کوم چې له روسانو جوړ وو ماته ورکړه نو د اتریش او جرمني پوځونو تر راین سیند پورې سیمې د خپل ځان برخه کړې. په دې وخت کې د روم امپراتوري ځینې قوانین تصویب کړل او د همدې قوانینو له مخې یې د مرکزي اروپا په نقشه کې هم بدلون راوسته. د (Reichshauptschluss) قانون د دې لامل شو چې زیات ایالتونه د کلیسا د قوانینو پر ځای سیکولریزم ته مخه کړي. له سیکولرېزم څخه مطلب دا چې مخکې هر څه په مذهبي قانون کېدل خو له دې وروسته له وخت او اړتیا سره برابر انسانانو قانون جوړونه کوله. له دې پرته ډېرې وړې سیمې چې له لویو هیوادونو سره یې پولې لرلې د لویو هیوادونو لخوا سیمې اشغال او د خپل هیواد برخې وګڼل شوې. په هبزرګ کورنۍ کې د ځینو شهزادګانو سیمې چې فرانسې نیولې وې د ځینو سیمو واک ورکړل شو او همداسې ډېره برخه یې سیکولر شوه. دې ټولو چارو پایلې لرې چې تاریخ پوهانو یې په لاندې توګه تحلیل کړی دی.
 
تاریخپوهانو د ګمرکي اتحادیې جوړونه کې د پروسیا د خلکو درې موخې تشرېح کړي : لمړۍ موخه یې په جرمني کې د اتریش نفوذ پای ته رسونه وه، دوېمه موخه یې په اقتصاد کې ښه والی رامنځته کول وو، د وړو سیمو په فرانسې اقتصادي تکیه ختمول او د فرانسې پر ضد جرمني ځواکمنه کول وو.
Sueddeutsche Staaten
Map of South German states.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons