David Livingstone – ډیویډ لیوینګسټون

د ۱۸۱۳ کال، د مارچ په ۱۳ نېټه، د سکاټلنډ په لانارک شېر کې زېږېدلی او په ۶۰ کلنۍ کې د ۱۸۷۳ کال د مې میاشت په ۱ نېټه، د کاظمبه پاچایي په یوه کلي کې مړ شوی. د سکاټلنډ ډاکټر، د پروتستانو عیسویانو په ډله کې د (Congregationalist) مقام لرونکی، د عیسویت د تبلیغ په ماموریت کې مخکښ عیسوی وو. په لندن کې یې د عیسویانو د تبلیغ له ټولنې سره کار کوه. همداسې په افریقا کې د سیمو کشف کوونکی وو. په انګلستان کې د ۱۹ پېړۍ اتل هم ګڼل کیږي. د عیسویت د تبلیغ تر څنګ یې په افریقا کې د غلامۍ ضد مبارزه هم کړې، په ساینسي څېړنو کې یې هم ونډه اخیستې، د انګلستان د امپراتورۍ کې اصلاح راوستونکی هم دی خو د دې ټولو تر څنګ یې د انګستان د سوداګرۍ وکالت او امپراتورۍ پراخوونه کې هم ونډه اخیستې.
 
په لس کلنۍ کې یې د مالوچو په یوه میل کې کار پیل کړ له خپل ورور سره یو ځای به یې ۱۲ ساعته هره ورځ کار کوه. پلار یې فکر کوه چې که چېرې یې زوی د ساینس کتابونه ولولي نو بې لارې به شي او د عیسویت عقیدې ته به یې زیان واوړي له همدې امله یې په خپل زوی تل فشار راوړه چې یوازې د عقایدو کتابونه ولولي او له نور لوست څخه کلکه ډډه وکړي خو له طبیعت او ساینس سره د ډیویډ علاقې دې ته اړ کړ چې د ساینس او مذهب خپلمنځي اړیکه مطالعه کړي. په ۱۸۳۲ کې یې د فلسفې یو کتاب لوسته نوم یې ” دراتلونکې یو حکومت ” وو او لیکوال یې توماس ډیک دی. په دې کتاب کې موضوع د راتلونکې حکومت دا اړتیا ده چې دواړه انجیل او ساینس سره پخلا کړي. له دې کتابه پرته نورو خلکو هم د ډیویډ پر ژوند او فکر خپل اغیز لرلای تر څو ساینس او مذهب دواړو ته مخه کړي.
 
په پیل کې یې د بلانټیر کلي ښوونځي کې لمړنۍ زده کړې وکړې، په ۱۸۳۴ کې یې هڅه وکړه چې طب ولولي او چین ته د عیسوي تبلیغیانو سره د مرستندویه ډاکټر په توګه ولاړ شي. دوه کاله یې هڅه وکړه چې کالج ته د تلو لپاره پیسې وسپموي (په هغه وخت انډرسن کالج اوسمهال کې د ستراتکلیډ پوهنتون). همداسې یې د ګلسګو پوهنتون کې د عیسوي مذهب عقاید او یوناني ژبه ولوسته.
 
په ۱۸۳۹ کې چې کله چین ته روانیده، په چین کې د انګریزانو او چینایانو ترمنځ د اپیمو جګړه رامنځته شوه او په لندن کې د عیسویانو د تبلیغ ټولنې د ویسټ انډیز تلو وړاندیز ورته وکړ. په دې وخت کې ډیویډ د لندن ښار کې د طب محصل وو. په ورته وخت کې یوه ډله سوېلې افریقا ته روانیده او موخه یې هم په افریقا کې شمال لور ته د تبلیغ پراخوونه وه ډیوېډ هم له دې ډلې سره افریقا ته رهي شو.
 
کله چې افریقا ته ورسېده هلته یوه کلي ته هروه ورځ زمریان راتلل او د خلکو په رمو او کورنیو ژو یې برید کوه. دا شکایت تر ډیویډ پورې ورسېده او ډیویډ فکر وکړ که چېرې له زمریانو یو ووژني نو د نورو لپاره به د خطر اخطار شي او کلي ته له راتګه به ډډه وکړي. کله یې چې په یوه زمري ډز وکړ زمری په کافي اندازه ټپي نشو او تر دوېم ډز یې مخکې په ډیویډ برید وکړ په برید کې د ډیویډ یو لاس ټپي شو له کوم څخه چې د ژوند ترپایه کړېده او د لاس په خوځښت کې یې ستونزه لرله. د ژوند په پای کې ملریا ونیوه او مړ شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons