Lettre de cachet – د پاچا مهر لرونکی خط

په فرانسوۍ ژبه کې یې تلفظ ” لېتخ دو کاشې ” دی او مانا یې د لاسلیک یا مهر لرونکی خط ده. لېتخ دو کاشې خطونه وو کوم چې د فرانسې پاچا امضا یا مهر کول او یو وزیر به یې د تصدیق لپاره لاسلیک پرې کوه او پاکټ به یې په سلطنتي مهر ټاپه کېده. لېتخ دو کاشې په مستقیمه توګه له پاچا د داسې مسایلو په اړه امر اخیستنه وه چې د استیناف وړ نه وو.
 
لېتخ دو کاشې د شورا ګانو او یا هم د ځانګړو کړنو د مخنیوي لپاره کارېده. په ځینې موردونو کې د یوه قانون د تصویب لپاره پارلمان ته لېږل کېده سره له دې چې که پارلمان به قانون رد کړی وو بیا به هم د همدې خط په زور تصویب کېده.
 
لېتخ دو کاشې له دې پرته د یو کس پرته له دې چې محکمه شي، د خپلې بې ګنایي دفاع وکړي د بندي کېدو لپاره کارېده، همداسې د یو کس یوې کالونۍ ته د جلا وطن  کېدو لپاره کارېده، د لیونیانو یا مجنون کس، د شتمنو کورنیو د مشرانو خلاف، د شرابخورو او یا فاحشو ښځو او دې دنده کې د ککړو خلکو پر ضد کارېده. ځینې شتمنو خلکو د ودونو د مخنیوي لپاره یاد خطونه کارول لکه د اشرافو له یو عام کس سره د واده خلاف، که چېرې به یو شتمن کس محکمه کېده د خپلې بې عزتۍ د مخنیوي لپاره به یې د محکمې ضد کاروه.
 
له لېتخ دو کاشې څخه زیاتو خلکو سوء استفاده کوله او بې ګناه خلک یې پرې جزایي کول او له همدې امله د فرانسې د انقلاب په دور کې بند شول. په ۱۷۸۹ او ۱۷۹۰ کلونو کې ډېرو قضیو ته د یوه کمیسون لخوا بیا کتنه وشوه او بې ګناه خلک یې ازاد کړل مجرمین یې محکوم کړل.
 
 
Bastille lettre 1759
Bastille lettre 1759 By Louis XV of France (Bastille archives)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons