Lockheed Hudson

د متحده ایالتونو سپکه بم غورزونکې او د سمندر غاړو د کشف الوتکه وه، د جوړونې اساسي موخه یې (Royal Air Force) ته د جګړې لپاره ورکول وو تر څو یادې الوتکې په دوېمې نړیوالې جګړه کې وکاروي. دا الوتکې په (Lockeed Model 14 Super Electra airliner) الوتکو کې له نظامي اضافې جوړې شوې وې. په ټوله نړیواله جګړه کې د جګړیزې موخې تر څنګ د روزنې او ټرانسپورټ الوتکو په توګه هم کارېدلي. د کاناډا او استرالیا هوایي ځواکونو د اوبتلونو په نظامي قطعو د برید لپاره کارولي. د برازیل، چین، اسرایلو، ایرلنډ، نیدرلنډ، نیوزلنډ، پرتګال او سوېلې افریقا هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې وې.
 
جوړونکی شرکت یې (Lockheed) دی، طرحه کوونکی یې (Clarence Kelly Johnson) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۸ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۳۹ کې پیل شوې، اساسي کارونکي یې (Royal Air Force, Royal Canadian Air Force, Royal Australian Air Force and United States Army Air Forces) وو، د ۱۹۳۸–۱۹۴۳ کلونو تر منځ تولید شوي او د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۹۴۱ وو.
 
پیلوټان : له پیلوټانو سره ټول شپږ کسان
اوږدوالی : ۱۳.۵۱ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۹.۹۶ متره
لوړوالی : ۳.۶۲ متره
د وزرو سطحه : ۵۱.۲ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۵۴۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۷۹۳۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : تر ۸۳۹۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Wright R-1820 Cyclone 9-cylinder radial engines, 1,100 hp (820 kW)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۳۹۷ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۲۰۰ فټه
وسله : په وروسته برخه کې دوه ۷.۷ اېم اېم برونېنګ ماشینګڼې او دوه مخکې فیرکېدونکې ورته ماشیندارې، تر ۳۴۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
Lockheed Hudson III Point Cook Vabre
Lockheed Hudson By Phil Vabre
Lockheed A-29 Hudson By Kaboldy [CC BY-SA 4.0 (https://creativecommons.org/licenses/by-sa/4.0)], from Wikimedia Commons
Lockheed A-29 Hudson By Kaboldy

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons