Lockheed P-38 Lightning

په دوېمه نړیواله جګړه کې د متحده ایالتونو جنګ کوونکې الوتکه وه. له طرحې وروسته یې مخالفو لورو پروپاګند پیل کړ چې د جرمني له (fork-tailed devil German: der Gabelschwanz-Teufel) الوتکې یې نوم او د طرحې نقل شوی او له جاپاني (2飛行機、1パイロット Ni hikōki, ippairotto) ډیزاین سره ګډ شوی له کومې چې یاده الوتکه جوړه شوې. په هوا کې له جنګ پرته د غوټه وهونکې بم غورزونکې، برید کوونکې، د شپې لخوا جنګ کوونکې، او د کشف الوتکې په توګه هم کارېدلې.
 
جوړونکی شرکت یې (Lockheed Corporation) وو، طرحه کوونکی یې (Clarence “Kelly” Johnson) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۹ کال د جنورۍ په ۲۷ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۴۱ کال په جولای کې پیل شوې، په کال ۱۹۶۵ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (United States Army Air Forces and Free French Air Force) وو، د ۱۹۴۱–۴۵ کلونوترمنځ تولید شوي، د یوې الوتکې ارزښت ۹۷۱۴ ډالر وو او د ټولو تولید شوو شمېر ۱۰۰۳۷ ته رسېده. د استرالیا، د چین جمهوریت، ازادې فرانسې، هاندوراس، ایټالیا، انګلستان او پرتګال هوایي ځواکونو هم کارولي.
 
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۱۱.۵۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵.۸۵ متره
لوړوالی : ۳.۹۱ متره
د وزرو سطحه : ۳۰.۴۳ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۵۸۰۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۷۹۴۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Allison V-1710-111/113 V-12 piston engine, 1,600 hp (1,193 kW) WEP at 60 inHg, 3,000 rpm
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۶۶۶ کیلو متره
وسله : یوه ( Hispano M2) ماشینداره، څلور ( M2 Browning machine gun) ماشینګڼې، څلور د راکټ ویشتونکې برخې، په مختلفو برخو کې د ۹۰۷ کیلو ګرامه، د ۴۵۴ کیلو ګرامه، د ۲۲۷ کیلو ګرامه، د ۱۱۳ کیلو ګرامه مختلف ډوله بمونه

Lockheed P-38 Lightning USAF
Lockheed P-38 Lightning USAF
Lockheed P-38 Lightning 3-view
Lockheed P-38 Lightning 3-view By MLWatts

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons